د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره د افغانستان د اوسني وضعیت او د سیمې د مسایلو په اړه ټلیفوني خبرېاترې کړې دي.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنجشنبه د ډسمبر پر ۲۹ افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همکارۍ پر ژمنو ټینګار کړی دی.
د دغې ټلیفوني اړیکې په یوه برخه کې بلاول بوټو زرداري د پاکستان له سېلاب ځپلو او د دغه هېواد د هغو سیمو د بیارغونې په برخه کې چې سېلابونو زیانمنې کړې وې د انقرې له دوامداره ملاتړ څخه هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر زدهکړو او کار د بندیز پروړاندې د غبرګونونو په دوام کې، د دوشنبې په ورځ هم بلاول بوټو زرداري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرېاترې کړې او دواړو لوریو افغانستان کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.