د فرانسې سفیر په فراه کې د اعدام سزا ته په غبرګون: د افغانستان طالباني کېدل بشپړ شول

۸صبح، کابل: په فراه کې پر يوه تورن د قصاص حکم پلي کېدو ته د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو په لړ کې د فرانسې سفیر وایي، چې د دې پېښې په عملي کېدو سره د افغانستان طالباني کېدل بشپړ شول.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډیویډ مارټینون د چهارشنبه د ليندۍ پر ۱۶ یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وروسته، دغه هېواد په پرله‌پسې ډول د افغانستان د طالباني کېدو په تړاو خبرداری ورکړی و.

ښاغلي مارټينون ويلي، له ښوونځیو د نجونو حذف، پارک ته د ښځو پر تګ بنديز، په عام محضر کې د اعدام سزا عملي کېدل او د طالبانو د ورته کړنو نوملړ هغه موارد دي، چې د افغانستان پر طالباني کېدو دلالت کوي.

دغه فرانسوي ډيپلومات همداراز دوې اونۍ وړاندې په کندهار کې د دغې ډلې له قاضيانو سره په کتنه کې د طالبانو د مشر د هغه حکم خبر ورکړی، چې د سنګسارولو، په درو وهلو او د سر پرې کولو د سزا د عملي کولو لپاره يې صادر کړی.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ټینګار کړی، چې په فراه کې د طالب مشرانو په حضور کې د اعدام سزا د افغانستان د بشپړ طالباني کېدو لپاره وروستی ګام و.

د يادونې وړ ده، چې پرون په فراه کې د اعدام د حکم له پلي کېدو وروسته، ټاکل شوې طالبان نن پنچشنبه هم د پروان په لوبغالي کې په عام محضر کې يو شمېر تورنو کسانو ته سزا ورکړي.

ورته لیکنې

Back to top button