د طالباني سرپرست حکومت سرپرسته دوره

لیکوال: اتل سالار هاشمي

د طالبانو حکومت ته نن هم نړۍ په هغه سترګه ګوري لکه د هغوی تېرې دورې ته چې یې کتل. طالبانو  نه پخوا په کور دننه ملي مشروعیت درلود او نه يې په نړۍ واله کچه! په تېره دوره کې پاکستان چې د طالبانو په ټینګ ملاتړي پېژندل کېدی، هغوی يې په رسمیت پېژندلي و، اما دا ځل هماغه ټینګ ملګري هم ګوښې کړې دی او په نړۍ کې هيڅ هیواد هم تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندلي، نو لکه په کور دننه چې له مشروعیت څخه بې برخې دي، همدغه ډول د نړۍ په سطحه هم مشروعیت نه لري او ټولې نړۍ د سیاست او ډپلوماسۍ په ډګر کې منزوي کړي دي.

طالبانو دا ځل فکر کاوه چې که دوی د زور له لارې قدرت ته ورسېږي، نو د میدان له ګټلو سره به یوازې دوی پر میدان ولاړ پاته وي او نړۍ به اړه وي چې له دوی سره سیاسي او دیپلوماتیک تعامل وکړي، ولس به د بل بدیل نه درلودو له امله، اړ وي چې د دوی له نظام سره غاړه یوسي.

البته څه وخت چې دوی د واک واګې په لاس کې ونیولې، نو ورته جوته شوه چې نه نړۍ ورسره تعامل کوي او نه ولس! د ولس د کرکې ګراف دومره لوړ شوی و، چې په لکونو کسانو بهرنیو هیوادونو ته مخه کړه، حتا پاکستان او ایران ته خلک د ورځې د زرګونو په تعداد اوښتل. څوک چې بهر وتلي و، هغوی همالته پښه ټینګه کړه او هیواد ته له را ستنېدو يې نټه وکړه. بل خوا نړۍ هماغه ډول پاته نه شوه؛ لکه طالبانو چې فکر کاوه، ان د طالبانو دوه نژدې همکار هیوادونه پاکستان او ایران هم د هغوی په رسمیت پېژندلو کې زړه نازړه شول او تر اوسه يې نوک نیولی دی.

زه چې د طالبانو د تېرې دورې مهال په هیواد کې دننه وم، نو نړۍ والې راډیوګانې مې اورېدلې، مطبوعاتو به د طالبانو لپاره د افغان واکمنانو، یا افغان حکومت، یا چارواکي، افغان دولت او دغه ډول نومونه نه کارول؛ بلکې د طالبانو حکومت يې باله. وزیر به يې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یاد کړ. والي همداسې، مشر همداسې او هرڅه په همدې توګه یادېدل. زه دې ته حیران وم چې طالبان پر دې خاوره واکمن دي، نو د هغوی له لوري وزیر د افغانستان وزیر دی!؟ دا چې دوی په زور قدرت نیولی که په خوښه، بېله موضوع ده؛ اما اوس يې د قدرت واګې په لاس کې دي، ددغه هیواد د خلکو چارې دوی مخته وړي، نظام همدغې ډلې جوړ کړی دی او بل څوک نه شته، اما له دې هرڅه سره، تر پایه هم د طالبانو حکومت افغان حکومت نه شو، د هغوی وزیر افغان وزیر نه شو، د هغوی استازی د افغان دولت استازی نه شو، نړۍ په رسمیت ونه پېژندل، دیپلوماتیک او اقتصادي تعامل ور سره ونه شو، په ملي او نړیواله کچه همداسې منزوي پاته شول، څو يې د زور له لارې بېرته وشړل.

هغه دوره کې هم طالبانو سر ډبرې ته نیولی وې، اوس هم! هغه وخت يې هم ښځې له کار، تعلیم، له کور بهر وتلو او بنسټیزو بشري، قانوني او اسلامي حقونو څخه بې برخې کړې وي، اوس هم! هغه وخت هم د بیان ازادي نه وه، اوس هم! هغه وخت هم پر ازادو مطبوعاتو بندیز و، اوس هم! هغه وخت هم چا د نیوکې حق نه در لود، اوس هم څوک خوله نشي وازولای! هغه مهال هم د دوی مشر پټ و، چا په سترګو نه لیده، نن هم له ولس او نړۍ پټ او نامعلوم دی! هغه مهال يې هم قدرت یوازې تر ملايي طبقې خاص کړی و، نن هم پرته له ملا-طالبه، څوک نشي مقررېدلای!

لنډه ده چې ټولې هغه تېروتنې چې دوی په تېره دوره کې کړې وې، هغه يې یوه په یوه نن بیا وکړې او اوس هم بوخت دي لیست يې اوږدوي.

د دومره ډېرو ټکو ورته والی دا په ګوته کوي چې رښتیا هم د طالبانو نظام د افغانانو نظام نه دی، د یوې طبقې نامشروع تش په نامه نظام دی، چې نه ملي مشروعیت لري او نه نړیواله! زورواکه حاکمه ډله یوازې د دین په نوم خلک او نړۍ خطاباسي! د دین په نوم له خطاایستنې او د مرګونو له ګواښ پرته بله هيڅ وسیله ورسره نه شته، چې پرې له ولس او نړۍ سره تعامل وکړي!

دوی د خپل بدوي مزاج له مخې اصلا د تعامل خلک نه دي. طالبان چې د دولت په کچه کوم کارونه کوي، هغه نه د دولت تقاضا ده، نه د وخت او مکان تقاضا ده او نه شریعت دا غوښتنه لري؛ بلکي د طالبانو د صحرايي طبیعت او بدوي مزاج غوښتنه ده چې دوی يې د شریعت په پوښ کې، پټه د خلکو او نړۍ له سترګو څخه تېرول غواړي.

د یوه نظام بنسټ چې په دغه ډول کښېښودل شي، هغه دوام نه لري، یو لور ته دغه ډول ډلې د نظام خلا په سمه توګه نه شي ډکولای، د نظام لپاره د تجربه کاره او اهل کسانو کمی ورته سرخوږی جوړېږي، بل خوا يې نړۍ او ملت نه مني؛  نو د طالبانو حکومت چې څنګه سرپرست حکومت دی، په همدغه توګه يې دغه دوره هم لنډه ده؛ ځکه د نظام لپاره ځينې کارونه بنسټیز اهمیت لري چې طالبانو ته د دوو پیسو اهمیت هم نه لري. هر وخت چې یوې واکمنې طبقې له دومره مهمو او حساسو موضوعاتو سره داسې سوړ  چلند کړی دی، د هغې ډلې د واکمنۍ کمبله هم له دغه وخته ور ټولېدل پيل شوي دي. د طالبانو ترواک لاندې ښارونو په زړه کې، د هغوی د سترو کسانو مرموزې وژنې، دا په ګوته کوي چې د هغوی د کمبلې ټولېدل، پيل شوي دي.

دا چې له طالبانو د یوه خلاص افغانستان پروسه به څومره وخت ونیسي، دا د طالبانو په راتلونکو اقداماتو، له نړۍ سره د ولس په تفاهم او په نړۍ کې له پېښېدونکو مسئلو سره اړه لري.

د نړۍ هر ګړی بدلېدونکو حالاتو ته چې ګورم داسې راته ښکاري چې په لنډه وخت کې، یوه تېزه سیلۍ حتما د طالبانو پر نظام راځي او دا تجربو ثابته کړې ده چې په دغه توګه هيڅ نظام هم په نړۍ کې بقا نه ده موندلې.

که طالبان فکر کوي چې ایران کې هم د ملایانو حکومت دی، مذهبي صبغه لري، له نړۍ سره هم لار نه وړي او پر ولس هم تشدد کوي، او دادی څه باندې څلور لسیزې کېږي چې پر دغه هیواد واکمن دي، نه بهرنیو کړیو له واکه ګوښه کړل او نه داخلي توپانونو له ځایه وخوځول! عیني مسئله د سعودي د واکمنې کورنۍ هم ده، قطر کې طالبانو ډېر وخت تېر کړ، هلته هم د طالبانو په شان یو نظام شته، که هغه پایښت لري، نو طالبانو فکر کوي چې دوی هم ځان ساتلای شي.

اما دا فکر يې ناسم دی، سعودي، ایران او قطر غوندې هیوادونه تیل لري، ګاز لري، د تمویل نورې سرچینې يې ورسره شته، خپل تولیدات لري، زموږ هیواد له هغو هیوادونو سره د پرتلې نه دی، دلته نه صنعت شته، نه کاز شته، نه تیل شته، طالبان په سیاسي، دیپلوماتیک او اقتصادي میدان کې تش لاسي دي، په الف او باء يې نه پوهېږي، د سترو قدرتونو ترمنځ متوازنې اړیکې نه شي ساتلای. نو داچې نه طالبان د خپلو لګښتونو لپاره خپلې مالي سرچینې لري، نه دا وړتیا لري چې د هیواد له ستراتيژيک موقعیت څخه موثره ګټه واخلي، نه دا کولای شي چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ښې کړي او له دې انزوا څخه ځان وباسي، نو همدغه حقایق بسنه کوي چې طالبان د عربستان یا قطر یا هم ایران هیوادونو له واکمنانو سره پرتله نه شي او ترمنځ يې ډېر واضح- حقیقي توپير ته پام وشي.

او بل حقیقت دادی، چې طالبان، خپل د زور او سوټي حکومت، د نړۍ پرمخ نمونه اسلامي حکومت ګڼي، له دې دریځه داسې برېښي، چې نور اسلامي هېوادونه ورته یو- ددوی په خبره- په شریعت برابر نه دي. او دا وضعیت دا یقیني کوي، چې ددوی په زور او سوټي جوړ اقتدار کوږ بار دی او منزل ته رسول یې، ناشوني دي.

 

ورته لیکنې

Back to top button