۸صبح، لاهه: د «۲۰۲۶ کال د لاهې عدالت خبرو اترو» په نوم نړیواله غونډه د جګړې د قربانیانو له حقونو د دفاع، عدالت ته د لاسرسي او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکولو په اړه جوړه شوې ده.
دا ناسته پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه د هالنډ په لاهې ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د حقوقپوهانو، ډيپلوماټانو، د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو او نړیوالو اړیکو کارپوهانو په ګډون جوړه شوې ده.
په ناسته کې د جګړې د جنایتونو پر وړاندې حساب ورکول، عدالت ته د قربانیانو لاسرسی، له بشري حقونو د سرغړونو مستندول، د ملکي وګړو خوندیتوب او د جګړې بشري او اقتصادي پایلې وارزول شوې.
د شخړو په مخنیوي کې د ډيپلوماسۍ رول د ناستې د اجنډا یوه بله برخه وه.
دغه راز، په جګړهيیزو شرایطو کې د حقیقت په خوندیتوب کې د رسنیو ونډه، د ښځو او ماشومانو حقونه، د بې ځایه کېدو بحران، انتقالي عدالت او له جګړو وروسته د سولې او پخلاینې اړتیا نور هغه موارد و چې په دغه کنفرانس کې پرې بحث وشو.
دا ناسته «عدالت، سوله او انساني کرامت» په شعار جوړه شوې او ګډونوالو د جګړې د قربانیانو له حقونو د دفاع او له بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د حساب ورکولو د پیاوړتیا لپاره پر نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی.
دا کنفرانس د نړیوالو جزایي حقوقو بنسټ (SIS) له خوا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حقوقپوهانو، ډیپلوماټانو، د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو او د نړیوالو اړیکو د متخصصانو په ګډون جوړ شوی و.





