۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان کړی، چې د افغانستان ځمکه په نړۍ کې ترټولو زیاته په چاودېدونکو توکو لړلي ده.
اوچا دا موضوع دوشنبه د اګست پر اتمه نېټه په یوه ټویټ کې وړاندې کړې ده.
د ملګروملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې په چاودېدونکو توکو د ککړې شوې ځمکې د پاکولو لپاره ۱۸.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، په چاودېدونکو توکو لړلې ځمکه په افغانستان کې د ۴.۹ میلیون تنو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
طالبان چې دا مهال په افغانستان کې واکمن دي، له تېرو دوو لسیزو راهیسې له مخکینیو حکومتونو سره د جګړې پر مهال په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو په ایښودلو تورن دي.
په تېرو څو لسیزو کې له جګړو پاتې د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو چاودنې هر وخت د افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.