د غور غږ رادیو مسوول مدیر بسم الله عادل ایماق د مرغومي په دوولسمه نېټه د دغه ولایت مرکز فیروز کوه ته نږدې د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو.
د غور سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې نوموړی د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
په غور کې مدني فعالین له حکومته غواړي د نوموړي د وژلو عاملین زرترزره پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
بسم الله عادل ایماق د ځوانانو د عالي شورا ټاکنو پر مهال څو ځله په مرګ ګواښل شوی و. یو ځل ناپېژاندو کسانو د هغه پر موټر ډزې وکړې او بیا یې پر کور لاسي بم غورځولی و چې دواړه ځله ترې روغ وتلی و.
د غور ولایت مدني فعال نثار احمد کوهین ۸صبح ته وویل چې عادل ددغه ولایت مخکښ خبریال و چې هڅه یې کوله د نابرابريو په وړاندې ودرېږي او د خلکو غږ پورته کړي.
نوموړي وویل: له هغې وروسته چې بسم الله عادل یې په مرګ وګواښه، نوموړي امنیتي بنسټونو ته شکایت وکړ او د قضیې د روښانه کولو غوښتونکی شو.
لکه څنګه چې د غور مدني فعالین وايي، د هغه غوښتنه د امنیتي مسوولینو له خوا رد شوه او تور یې پرې پورې کړ چې عادل د شهرت ترلاسه کولو او په بهر کې د پناه اخیستو په لټه کې دی.
بسم الله عادل ایماق پر هغه له بریده څو ورځې مخکې د خپل فېسبوک پر پاڼه د شهرت غوښتنې موضوع رد کړه او د غور له امنیتي مسوولینو یې سخته ګیله کړې وه.
نوموړی دېرش کلن او د غور غږ رادیو مسوول مدیر او د امتیاز خاوند و چې له څو کلونو راهیسې یې په فیروز کوه ښار کې فعالیت کاوه.