• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په خوست کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ طالبان د امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي

۸صبح، خوست ۸صبح، خوست
۲۷ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1710685887]
AFP

AFP

د خوست یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د جنايي پېښو او هدفي وژنو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی طالبان د امنیت په ټينګولو کې پر ناغېړۍ تورنوي او ټينګار کوي چې ډېری دا ډول پېښې د طالبانو پوستو ته نږدې کېږي. د دغو اوسېدونکو په خبره، طالبان د جنايي پېښو او هدفي وژنو په کابو کولو کې پاتې راغلي دي. ورته مهال ځيني سرچینې ادعا کوي چې د زنځيرو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو په وژلو کې طالبان لاس لري او په خبره یې، د ناپېژانده وسله‌والو په نوم پخواني پوځيان وژني.

په خوست کې د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو پېښو له کبله د دوو پوځيانو په ګډون ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې موندنو په حواله، د دغه ولایت له څو سیمو څخه ځیني موټر هم غلا شوي دي.

د خوست ښار اوسېدونکی منګل جان چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په دغه ولایت کې د یو پخواني نظامي پر موټر د ډزو شاهد و، وايي چې دا پېښه د طالبانو پوستې ته څېرمه شوې ده. د نوموړي په خبره، بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلي دي.

د خوست دا اوسېدونکی زیاتوي: «چوک ته نږدې وم چې د ډزو غږونه مې واورېدل. دوو وسله‌والو پر یو موټر ډزې کولاې، څو دقیقې په سیمه کې و، سره له دې چې د طالبانو پوسته نږدې وه، هغوی یوازې ننداره کوله. له هغې وروسته چې وسله‌وال خپل موټر کې کېناستل او حرکت یې وکړ، طالبان له خپلې پوستې وړاندې راغلل.»

منګل جان زیاتوي، وروسته یې ولیدل چې د ډزو له کبله یو پخوانی پوځي وژل شوی دی. نوموړی وايي: «په موټر کې څو کسان سپاره و، یو ماشوم هم و؛ خو له دې ډلې یوازې یو کس ووژل شو او هغه هم په پخواني حکومت کې پولیس و.»

د خوست د اسماعیل‌خېلو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي چې څو ورځې وړاندې غلو د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی په چړو سخت ټپي کړ او یوه ورځ وروسته یې د دغو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

د اسماعیل‌خېلو ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي: «دا ځوان په ډېره بې‌‌رحمۍ ووژل شو. د نیکو اخلاق ځوان و. د چړو څو ګوزارونه یې پرې کړي و او په روغتون کې یې ساه ورکړه.» نوموړی طالبان په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له ماښام وروسته که اړین کار ونه لري، له خپلو کورونو نه بهر کېږي.

ورته مهال، سرچینې ادعا کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دا ډله د ناپېژانده وسله‌والو په نوم په هدفي ډول د پخواني حکومت پوځيان او کارکوونکي وژني.

دا سرچینې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي ادعا کوي چې طالبان پخواني پوځيان وژني او وروسته یې پړه پر ناپېژانده وسله‌والو اچوي؛ په داسې حال کې چې په خبره یې، طالبانو په وار وار د سراسري امنیت ټينګښت خبره کړې او ویلي دي چې د خلکو ځان او مال خوندي دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خوست کې وروستۍ پېښه چې د یو ډاکټر د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو لامل شوه، کورنۍ دوښمني بللې ده.

په خوست کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د یادونې ده چې د خوست اوسېدونکي داسې مهال په دغه ولایت کې د جنايي پېښو له زیاتېدو اندېښنه ښيي چې تېرو څو ورځو کې په بلخ، هرات، فاریاب، غزني، کابل، لوګر او پکتیا کې د څو کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شویو شمېر ۱۸ ته ورسېد
خبرونه

پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شویو شمېر ۱۸ ته ورسېد

۵ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1735107809]
ناڅرګندو وسله‌والو په فاریاب کې د نظام‌الدین قیصاري یو ساتونکی وواژه
خبرونه

ناڅرګندو وسله‌والو په فاریاب کې د نظام‌الدین قیصاري یو ساتونکی وواژه

۱۶ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733466127]
خبرونه

ناڅرګندو وسله‌والو په پکتیکا کې د یوې کورنۍ دوه غړي ووژل

۲۸ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731915956]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو تبلیغاتي تکتیک؛ د جبهو ترمنځ د اختلافاتو راپورته کول او له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.