د راپورونو په حواله، د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه په یو مرکزي تالار کې د داعش ډلې د برید په پاېله کې د وژل شویو شمېر ۱۳۳ کسانو ته رسېدلی دی.
دا خبره ټاس خبري اژانس شنبه د مارچ پر ۲۳مه د روسیې تحقیقاتي کمېټې(RIC) په حواله خپره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا یکشنبه په ټول هېواد کې د دې پېښې له امله ویر اعلان کړی دی.
نوموړي یادونه کړې، وړاندې له دې چې بریدګر له پولې اوکرایین ته وتښتي، نیول شوي دي.
هغه دا برید «ترهګریزه کړنه» بللې او ګواښ یې کړی چې هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې د دغه برید ترشا دي.
بلخوا، د اوکرایین د نظامي اطلاعاتو سازمان ویاند اندري یوسف رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې هېواد یې په پروني برید کې لاس نه لری.
نوموړي زیاته کړې: «دا د روسي ادارو یو بل دروغ دی چې هېڅ واقعیت نه لري.»
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او اروپايي ټولنې په ګډون ګڼو هېوادونو د دغه برید غندنه کړې ده.