د نیپال او چین په سرحدي سیمو کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله ۷۸۱ کسان مړه شوي او دوه زره او ۵۰۲ نور ورک دي.
الجزیرې یکشنبه د اګست پر ۳۰مه راپور ورکړی چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.
سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي او په زیانمنو سیمو کې ګڼ کسان ورک دي.
د راپور له مخې، د ژغورنې ډلې لا هم هڅه کوي چې ورک شوي پیدا کړي او په سېلاب ځپلو سیمو کې له زیانمنو سره مرسته وکړي.
پرون فاکس نیوز راپور ورکړی و چې ښايي شاوخوا ۱۰۰ کسان د برېښنا کوټ په تونل کې بند پاتې وي چې له خټو ډک شوی دی.





