۸صبح، کابل: د طالبانو د پاسپورت ریاست عمومی رییس مولوي عبدالکریم حسیب اعلان وکړ، چې راتلونکې اونۍ به د پاسپورت د وېش بهیر په نورمال ډول پیل شی.
مولوي حسیب پنجشنبه د کب میاشتې پر څلورمه نېټه کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې چهارشنبه د کب میاشتې پر ۱۰ به ټول افغانستان کې د پاسپورتونو د وېش بهیر بیا پیل شي.
د طالبانو له خوا د پاسپورتونو د وېش بهیر د روان کال په تله میاشت کې د هغوي په وینا، د تخنیکي ستونزو له امله درول شوی و.
د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې طالبانو د پاسپورتونو د وېش عادي بهیر بند کړی و، په کابل کې د طالبانو د پاسپورټ ریاست له خوا د زیاتو پیسو د اخیستلو په بدل کې پاسپورتونه صادرېدل.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د پاسپورت د وېش بهير درېدو افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.