۸صبح، کابل: د امریکا له دفاع وزارت څخه د امریکایي سناتورانو له غوښتنې وروسته دغه وزارت د افغان کډوالو د دوسیو د څېړلو بهیر پیل کړی دی.
سپکټورم نیوز سه شنبه د سپټمبر پر ۲۷ راپور ورکړی، چې د امریکا کانګرس غړو ران جانسن او جاش هاولي د دغه هېواد د دفاع وزارت ته په یوه لیک کې د ځینو افغان کډوالو د دوسیې له نه څېړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو سناتورانو ادعا کړې، چې له افغانستانه تر ۳۰۰ زیات ایستل شوي کسان، چې د امریکا د دفاع وزارت د بایومتریک په څارونکي نوملړ کې راڅرګند شوي څېړنې نه دي تېرې شوې.
د امریکا د دفاع وزارت د بایومتریک څارونکی نوملړ هغه کسان په ډاګه کوي، چې د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ کېداي شي او له پېژندل شویو شکمنو ترهګرو څخه وي.
د دغو سناتورانو په باور امریکا هغو کسانو ته، چې د ترهګرۍ په نوملړ کې وو له څېړنو پرته د دننه کېدو اجازه ورکړې او ان ځینې یې له دغه نوملړه ایستلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد زرګونه تنه وګړي امریکا ته ولېږدول شول. اوس د دې په اړه خبرې، چې ښایي یو شمېر له دغو کسانو د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ ووسي زیاتې شوې دي.