۸صبح، زابل: زابل کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ځمکې ښویېدو له امله د دوو کان کیندونکو له وژل کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې چهارشنبه د تلې پر ۶ وایي، چې دغه پېښه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د کرومایټ کان د ایستلو پرمهال شوې ده.
د سرچینو په وینا کارګر د کرومایټ کان د کیندلو په حال کې وو، چې د ځمکې د ښوېیدو له امله دوه کاریګر ووژل شول او یو بل یې ټپي شو.
سرچینې زیاتوي، چې د کرومایټ کان ایستل د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې له څو میاشتو راهیسې د یوه افغاني شرکت له خوا پيل شوي دي.
د ویلو ده، چې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د کرومایټ کان ترڅنګ دوه نور کانونه هم د ایستلو په حال کې دي.