د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د جنازې په مراسمو کې د طالبانو او د طالبانو د مخالفو ډلو د پلاوو هممهاله حضور، په تېرو نږدې پنځو کالو کې کمسارې سیاسي صحنه وه. د جنازې مراسم ژر یا وروسته پای ته رسېږي، خو هغه پوښتنه چې بې ځوابه پاتې کېږي، ډېر ارزښت لري: ایا دا ناڅاپي پېښه به یوازې هماغې صحنې پورې محدوده پاتې شي، که به د طالبانو د مخالفانو او د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د اسلامي جمهوریت ترمنځ په اړیکو کې د بدلون پیلامه وي؟
په تېرو نږدې پنځو کالو کې لوېدیځو او د سیمې هېوادونو د افغانستان اړوند له یوه واقعیت څخه تبعیت کړی دی: دا چې سیاسي واک په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دی او له دې ډلې سره د تعامل مخه نه شي نیول کېدای. البته، د طالبانو مخالفانو وخت ناوخت په ځینو هېوادونو کې غونډې کړې یا هم ځينو بنسټونو وربللي، خو په عمل کې یې د سیمې هېوادونو په ډیپلوماسۍ کې ځانګړی ځای نه دی لرلی. اوس د طالبانو د پلاوي ترڅنګ د احمد مسعود او محمد محقق په څېر څېرو ته بلنه، لږ تر لږه د طالبانو مخالفان له بشپړ حاشیوي دریځه ایستلي دي. هو، لا هم نه شي ویل کېدای چې ګوندې اسلامي جمهوریت د طالبانو له مخالفانو د ملاتړ په لټه دی، خو دومره ویل کېدای شي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په لومړي وار دا تصور چې ګواکې د افغانستان په اړه یوازې له یوه ادرس سره خبرې کېدای شي، له جدي پوښتنې سره مخ شوی دی. که څه هم یوازې د جنازې په مراسمو کې د دواړو لورو هممهاله حضور، د طالبانو رژیم ته کومه جدي ننګونه نه ده، خو یو څرګند پیغام لري: دا چې ښايي د سیمې په سیاسي محاسبو کې د طالبانو د مخالفانو بشپړ له پامه غورځول، هغومره قطعي نه وي لکه څنګه چې په وروستیو کالو کې انګېرل کېدل.
که دا برداشت سم وي، ښايي پایلې یې یوازې تر ایرانه محدودې نه وي؛ په دې مانا چې نور هېوادونه هم دې پایلې ته ورسېږي چې له طالبانو سره د اړیکو په ساتلو اړینه نه ده چې د دې ډلې مخالفان له پامه وغورځول شي. په دې سره بیا غونډو، کنفرانسونو او نورو رسمي مناسبتونو ته د مخالفو څېرو بلل به نور یو غیرعادي اقدام ونه ګڼل شي. که داسې بهیر رامنځته شي، د طالبانو د مخالفانو سیاسي انزوا به تر یو بریده کمه کړي، ان که دا د هغوی د رسمي ملاتړ مانا هم ونه لري.
په مقابل کې بیا دا بدلون کولی شي د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ داخلي اړیکې هم نوي پړاو ته لاړې شي. هغوی په تېرو نږدې پنځو کالو کې تر دې چې له طالبانو سره په سیالۍ کې ښکېل وي، تر ډېره په خپلمنځي اختلافاتو کې ګير دي. اوس که د یوې برخې پر مخ د سیمې د ځینو هېوادونو دروازې بیا پرانیستل شي، دا پوښتنه به راپورته شي چې د افغانستان د اپوزیسیون اصلي استازی څوک دی؟ ایا ټولې غاړې به په دغه بهیر کې برخه ولري، که به یوازې څو پېژندل شوې څېرې د اصلي لوبغاړو په توګه رامخکې شي؟ د تېرو کالو تجربې ښيي چې د اپوزیسیون ترمنځ د استازیتوب پر سر سیالي ډېره پراخه وه. که تهران ته سفر د دې لامل شي چې د سیمې هېوادونو پام تر ډېره پر مسعود او محقق ورټول شي، ښايي نورې مخالفې څېري وانګېري چې له معادلې بهر پاتې دي؛ داسې چې کولی شي د اپوزیسیون پر انسجام اغېز وکړي.
بل پلو، په تهران کې د طالبانو د مخالفانو حضور ښايي یوه دودیزه تابو ماته کړي: له ایران او پاکستان سره د نږدې اړیکو له جوړولو ډډه. د طالبانو د ګڼو مخالفانو له انده، له ګاونډیو هېوادونو سره نږدېوالی، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان سره، په تېرو شلو کالو کې تل له یو ډول حساسیت سره مل و. ځینې له دغو هېوادونو سره هر ډول اړیکه «وابستګي» یا ان «مزدوري» ګڼي؛ په داسې حال کې چې که په همدې کچه اړیکې له لوېدیځو هېوادونو سره ولري، بیا تر ډېره د یوې «ډیپلوماټیکې لاسته راوړنې» په توګه ستایل کېږي. په تهران کې د مسعود او محقق حضور، هر څنګه چې وي، دا دوهګونی معیار تر پوښتنې لاندې راولي. اوس باید وکتل شي چې په تهران کې د دغو دوو کسانو حضور به د مخالفانو لپاره د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د واقعي لید د پیل ټکی شي، که یوازې به یوه استثنا وي چې بېرته به هماغه مخکېني حساسیتونه بېرته وشاربي.
یو بل متغیر دې هم له پامه نه غورځول کېږي: د ایران او امریکا د اړیکو راتلونکی. که د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا دوام مومي، ښايي د طالبانو ځينې مخالفان ایران ته له نږدې کېدو ډډه وکړي څو د لویدیځ لپاره خپل موقعیت وساتي. خو که دواړه هېوادونه د تاوتریخوالي د کمېدو پر لور رهي شي، دا محاسبې به هم واوړي. په داسې حالت کې به بیا له تهران سره اړیکه له لوېدیځ څخه د لرې کېدو مانا ونه لري او مخالفان به وکړای شي په ازاده توګه د سیمې هېوادونو بلنې ومني او نور به د دې اندېښنه ورسره نه وي چې هر بهرنۍ سفر به هغوی له کوم ځانګړي سیاسي محور سره تړي.
خو اصلي پوښتنه لا هم بېځوابه پاتې ده: ایا دا بلنه یوازې یوه مقطعي ملاحظه ده، یا د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې د ایران د نوې تګلارې نښه وګڼل شي؟ د دې پوښتنې ځواب د جنازې د مراسمو په انځورونو کې نه، بلکې د ایران، طالبانو او د طالبانو د مخالفانو د راتلونکو میاشتو په چلند کې نغښتی دی. که د طالبانو له مخالفانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت اړیکې دوام وکړي، د یوه نوي بهیر د پیل خبره کېدای شي؛ خو که هر څه یوازې د جنازې تر مراسمو محدود پاتې شي، د یوه بهیر پر ځای دې د یوې استثنا یادونه وشي. کله چې استثنا وي، طالبان به لا هم د ایران د اسلامي جمهوریت اصلي شریک پاتې شي او د طالبانو مخالفان به بېرته له جنازې مخکې وضعیت ته وروګرځي.





