د هرات ښار په عمومي واټونو، کوڅو او تفریحي پارکونو کې ګڼ ځوانان لیدل کیږي، چې په وږې ګېډه نشه يي توکي کاروي. له هر کس سره یې چې خبرې کوې، وایي چې یو وخت یې کور، موټر، کارو بار او پانګه لرله، خو له بدو ملګرو سره د ګرځېدو او ایرن ته د کډوالېدو له امله پر نشه یي توکو روږدی شوی دی.
د هرات د هوایي ډګر لور ته د مرکزي ټانک له واټه د تېرېدو په حال کې وم، چې د نور روغتون په سیمه کې مې پر یوه ځوان سترګې ولګېدې چې په سړه هوا کې له خټو پلاستیکي کڅوړې راټولوي او ککړو اوبو ته چې د باران له امله راټولې شوې دي، ورګډېږي. ورنږدې شوم او د دغه کار لامل مې ترې وپوښته. هغه په ځواب کې وويل: «زه دا پلاستيکي کڅوړې له کثافاتو راټولوم، بيا يې مينځم، او کله چې يوه بوجۍ ډکه شي، وړم یې په ٥٠ افغانیو يې پلورم.»
ظاهراً پر نشو د دغه اخته ځوان ژوند د کثافاتو په راټولولو او پلورلو تېرېږي. زه د واټ پر غاړه کېناستم او د دغه ځوان او د هغه د ژوند په اړه مې ترې وپوښتل. هغه نظام الدین نومیږی او ۲۸ کلن دی. نظام الدین وايي:« په لومړۍ سر کې مې له دې بدمرغۍ سره ژوند نه کاوه، د خپل عمر یوازې شل کاله مې سره د ماشومتوب له دورې ښه ژوند وکړ، اته کاله وړاندې مې چې کله پرنشو روږدو کسانو سره ناسته ولاړه پېل کړه، روږدی شوم او بدمرغۍ ته مې مخه شوه.»
د نظام الدين په وينا، پخوا يې بشپړه روغتيا، کورنۍ او ښه اقتصادي وضعيت درلود، خو اوس په اوونيو اوونیو په مړه ګېډه ډوډۍ نه شي پیدا کولای. هغه زیاتوي:«په لومړی سر کې ډېر بډای وم او فکر مې کاوه چې که هرڅه وڅکوم؛ پیسې به مې ژر خلاصې نه شي خو کله چې معتاد شوم، په دوو کلونو کې مې ټول ژوند له منځه ولاړ او ان مجبور شوم چې د سیالۍ او د خلکو د خبرو له لاسه خپل ځای پرېږدم او له خپلې ولسوالۍ کډه وکړم او بلې سیمې ته ولاړ شم.».
نظام الدین چې د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسیدونکی دی، له روږدي کېدو وروسته یې، نور ونه کړای شول چې په خپلې سیمه کې ژوند وکړي، نه یوازې هغه، بلکې کورنۍ یې هم له خپلې سیمې تللې ده. هغه اوس له خپلې کورنۍ سره په ګذرې ولسوالۍ کې په یوه کرايي کورکې ژوند کوي. دا ځوان لا هم مجرد دی او پر نشه یي توکو د روږدېدو له امله د کورنۍ جوړولو فکر نه شي کولای. هغه په میاشت کې یو یا دوه ځلي د خپلې مور او ورور لیدو ته ځي او پاتې وخت په واټونو کې تېروي.
نظام الدین هغه ځوان دی چې یو وخت یې هوسا ژوند درلود، خو نن د هرات په سړه هواکې په لوږې ګېډې سره د واټونو پرغاړه شپې ورځې تېروي. هغه وایي:« زه ځانګړی ځای نه لرم، شپې او ورځې هر چېرته چې برابرې شي همالته تېروم. د ورځې پنځوس افغانۍ د همدغو پلاستیکي کڅوړو له راټولولو پیدا کوم، په هغو هم ځانته مواد اخلم، ان داسې وختونه هم راغلي چې یوه اوونۍ وږی پاتې شوی یم او د خوړولو لپاره مې څه نه دي موندلي» دغه پر نشو رږودۍ کس هره ورځ هڅه کوي، خو کافي پلاسټېکونه او د وسپنې ټوټې نه شي راټولولای.»
خو ډاکټران وايي، که په عامه ځايونو کې نشه يي توکي وکارول شي، د روږدي کسانو تر څنګ د دغو نشه يي توکو لوګي نورو خلکو ته هم زيان رسولای شي. په هرات کې يوتن ډاکټر حيدر وايي: «په عامه ځايونو کې د نشه يي توکو کارول روغو خلکو ته د بېلابېلو ناروغيو د لېږد لامل کېږي او دغه راز د دې لامل کیږي، چې خلک له دې لارې پر نشو روږدي شي.»
که څه هم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د کره شمېر په هکله معلومات نشته، خو د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري د خپرو شويو تازه شمېرو له مخې، په هرات ښار او ولسواليو کې څه باندې ٧٥زره کسان پر نشه يي توکو روږدي دي. د هغوی په ډله کې شاوخوا پنځه زره ښځې هم شاملې دي.
بل خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین مولوي عبدالخالق همکار ویلي، چې په ټول هېواد کې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان پر نشه یي توکو روږدي دي.