۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما، د دغه سازمان د ښځو چارو څانګې او د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې ډېری افغان مېرمنې په نړیوالو پرېکړو کې د برخې اخیستنې غوښتونکې دي.
دا راپور چهارشنبه د زمري پر ۳مه خپور شو چې په کې یادو درېیو بنسټونو د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې له ۸۸۸ ښځو سره مرکې کړې دي.
دا مرکې د روان کال د اپرېل میاشتې له ۱۷مې څخه تر ۲۹مې پورې ترسره شوې دي.
د راپور پر بنسټ، ۵۹ سلنه ښځو او ۳۶ سلنه نارینهوو ویلي چې ښځې باید د افغانستان اړوند په ټولو پرېکړو کې ۵۰ سلنه ونډه ولري.
په دې راپور کې سلاکارانو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید یو داسې میکانیزم جوړ کړي څو له مخې یې ښځې د پرېکړو واک ولري.
په راپور کې راغلي: «کم شمېر ښځو لېوالتیا لرله چې نړیواله ټولنه دې د دوی له خوا پلوي وکړي.»
بل خوا له هغو ښځو سره چې مرکې شوې دي، د نړیوالو بنسټونو له لارې له طالبانو سره د تعامل پلوې دي.
په راپور کې همداراز راغلي چې ۵۴ سلنه ښځو او نارینهوو د طالبانو رسمیت پېژندنه په بشپړه توګه نه ده منلې.
د دغه راپور په متن کې ویل شوي: «یوازې څلور سلنه او درې سلنه سلاکارانو د حاکمو چارواکو د رسميت پېژندنې غوښتنه کړې ده.»
د دې مېرمنو په وینا، دوی د شخړو د حل رسمي میکانیزمونو ته لاسرسی نه لري.
دوی زیاتوي چې طالب چارواکي د هغو لږو معاشونو پر وړاندې چې دوی ته ورکړل شوي، ځواب ویونکي نه دي.
د یادونې ده چې طالبانو د دوحې له درېیمې ناستې څخه د ښځو د ایستلو غوښتنه کړې وه او د دغې ناستې په اصلي بحث کې چې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړ شوی و، ښځو ګډون نه لرلو.





