۸صبح، هرات: هرات ولایت کې سیمهییزې سرچینې د روسیې له پوځ څخه د پاتې سرتېري حکیموف د مړینې خبر ورکوي.
سرچینې سه شنبه د مرغومي پر شپږمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په هرات ولایت کې له روسي ځواکونو پاتې پوځي په شیخ عبدالله مشهور حکیموف د ساه تنګۍ ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
حکیموف پر افغانستان د شوروي د یرغل په کلونو کې هرات ولایت کې ونیول شو. هغه وروسته خپل نوم شیخ عبدالله ته بدل کړ او په دې ښار کې یې ژوند ته دوام ورکړ.
دغه روسي پوځي وروسته واده وکړ او له هغه یوه لور پاتې شوې ده.
د ویلو ده، چې دغه پاتې شوی روسی سرتېری سه شنبه د مرغومي پر شپږمه نېټه پر افغانستان د شوروي پوځ د یرغل په ۴۳ کلیزه کې مړ شوی دی.