۸صبح، کابل: اسلامي جمعیت په یوه اعلامیه کې بدخشان کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د وروستیو نښتو پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
دغه ګوند یکشنبه د لړم پر لومړۍ نېټه په یوه اعلامیه کې طالبان، واک ته د غاصبانه لیدلوري، د بندیانو په وژلو او وګړو په سپکاوي تورن کړي دي.
د دغه ګوند په اعلامیه کې راغلي: «ښایي افغانان د یوې مودې لپاره د هېواد پر سیاسي برخلیک د طالبانو له دسیسې ډک تپل کېدو لګښت ورکړي خو په ډاډ سره دغه د وینې او جنایت معادله به پایته ورسېږي.»
د اسلامي جمعیت په وینا بدخشان کې خلک او قوماندانان له ظلم څخه د خلاصون او له خپل عزته د دفاع لپاره وسلهوالې مبارزې ته مخه کړې ده.
دغه ګوند د طالبانو ضد قوماندانانو او جنګي بندیانو وژل غندلي او بدخشان کې د مقاومت جبهې جګړه یې د عدالت غوښتنې مبارزه بللې ده.
د بدخشان په څلورو ولسوالیو کې له وروستیو جګړو وروسته دواړو لوریو ته زیات تلفات اوښتي دي. په دغو نښتو کې ۲۱ طالب جنګیالي او د مقاومت جبهې ۲ قوماندانان د دې جبهې له ۱۰ نورو غړو سره وژل شوي دي.