د سالم چاپېريال حق او د افغانستان وضعيت

د افغانستان سیاسي ټولنه او ټولنیز او فرهنګي فعالان د بشري حقونو له هر ډول سرغړونو سره اشنا دي، خو د بشري حقونو د یوې بلې مهمې برخې په توګه سالم چاپېریال ته د لاسرسي د حق په نوم د یوه حق په هکله ډېر کم خلک خبرې کوي. دا مبالغه نه ده چې که ووایو چې بشري حقونه او چاپیریال د یوې سکې دوه مخه دي او له یوبل سره نږدې او نه جلا کیدونکي اړیکه لري. دغو اړیکو ته له دوو اړخونو کتلای شو؛ له یوې خوا، د چاپیریال مسایل د بشري حقونو اړخونه لرلای شي (Human Rights Aspects of Environmental Matters)، او له بلې خوا، د بشري حقونو مسایل د چاپیریال اړخونه (Environmental Aspects of Human Rights Issues) لرلای شي.
د بشري حقونو د مسایلو د چاپیریالي اړخونو په لړ کې د ژوند او چاپیریال حق ، د ملکیت او چاپیریال حق، د کار او چاپیریال حق، د زده کړې او چاپیریال حق، د جوړښتونو او اتحادیو ازادي او له چاپېریالي مسایلو سره د هغې اړیکه ،معلوماتو ته د لاسرسي او چاپیریال حق، د برابرۍ او د تبعیض مخنیوي او چاپیریال، د کور آزادي او چاپیریال، د پراختیا او چاپیریال حق، د روغتیا او چاپیریال حق، د سولې او چاپیریال حق او ورته نورو مسایلو ترمنځ اړیکو ته اشاره کولای شو. په دویم ډول کې د چاپیریالي مسایلو د بشري حقونو پر اړخونو خبرې کولای شو. په دې ډول کې د لومړي ډول پرخلاف، د چاپیریال بیلابیل مسایل د بشري حقونو له لید لوري څېړل کیږي. د بېلګې په توګه، د هوا ککړتیا او بشري حقونو (د پاکې هوا حق)، د اوبو ککړتیا او بشري حقونو (د پاکو اوبو حق)، د غږیزې ککړتیا او بشري حقونو (آرام چاپیریال حق) کثافاتو او بشري حقونو، شنې فضا او بشري حقونو، د نظراچولو حق، د چاپیریال د زیانونو د جبران حق او داسې نورو مسایلو ته اشاره وکړو.
له نړیوال لید لوري، ډیری چاپیریالي مسایل د بشري حقونو له مسایلو سره نږدې تړاو لري. په اصل کې بشري حقونه د چاپېریال ساتنې د اصولو له مراعاتولو پرته نه شي تطبیق کېدای او د چاپېریال حقونه هم د ښه تطبیق لپاره بشري حقونو ته اړتیا لري. له همدې امله، په وروستیو پیړیو کې، په ملي، سیمه ییزو او نړیوالو کچو کې د چاپیریال ورځ تر بلې ډېرېدونکي زیانونو، او ورپسې خطرونو سره چې ټول ایکوسیسټم او د انسان ژوند په بیلابیلو فزیکي، روغتیايي او رواني اړخونو کې ګواښوي، د چاپیریال او بشري حقونو په دوو برخو کې خورا ډیر اساسي مسایل ننګوي؛ د بشري حقونو او چاپیریال ترمنځ اړیکه څه ده؟ آیا د چاپېریالي قوانینو د بشر د بنسټیزو حقونو اړوند مسایل په پام کې نیولي دي؟ د چاپيريال ساتنې د قوانينو او مقرراتو د تطبيق پر مهال د بشري حقونو درناوی څنګه کيدای شي؟ ايا د چاپيريال د ککړتيا خپرېدل د ژوند د حق په ګډون له بېلابېلو بشري حقونو د سرغړونې لامل کېدای شي او نړيوالې ټولنې په دې برخه کې کومې هڅې کړې دي؟
په دې سپيناوي سره نن د چاپېریال د بشري حقونو تر سرلیک لاندې د چاپېریالي مطالعاتو او بشري حقونو د یوې نوي حوزې په تړاو خبرې کولای شو. د دغو حقونو موخه په حقیقت کې هغه بشري حقونه دي چې د چاپیریال ساتنې په مسایلو پورې تړلي دي او د هغو حقونو یوه ټولګه ده چې انسانان باید د خپلې مناسبې ودې او روغتیا لپاره،ځکه ترې برخمن شي، چې په چاپیریال کې ژوند کوي. ښایي وګړي په ټولنه کې له خپل حقه خبر نه وي. د روغتیا او سلامتیا حق، چې په نړیوالو تړونونو او کړنلارو کې په رسمیت پېژندل شوی او دغه راز د چاپیریال د خطرونو پر وړاندې ساتنه چې د اوږدې مودې لپاره د انسان روغتیا ګواښلای شي، د حقونو په همدې ټولګه کې راځي.
د فزیکي او رواني روغتیا لپاره د اړین معیار لرل، د آزادۍ او امنیت حق، د مناسب ژوند د لرلو حق، د مناسبو کاري شرایطو حق، د کور لرلو حق او د خوړو حق، ټول په هغه چاپېریال پورې تړلي دي، چې وکړای شي د بشر ژوند تضمین کړي. له همدې امله پاکو اوبو، پاکې هوا او پاک چاپېریال ته لاسرسی د بشر له اساسي حقونو دي. په هره ټولنه کې، دولتونه د دغو حقونو پر ورکړي او ساتنه مکلف دي.
د چاپیریال خوندي او سالم ساتل په هر هیواد کې د پایېدونکي پرمختیا په برخه کې مهم رول لوبوي. نن ورځ، هر هغه هیواد چې غواړي د اوږدې مودې لپاره د خپلو اتباعو اساسي اړتیاوې پوره کړي باید د هغوی روغتیا تضمین کړي، خپلو اتباعو ته اوبه، خواړه، انرژي او نورې طبیعي زیرمې برابرې کړي، او د خپل اقتصاد د ثبات لپاره د چاپیریال ساتنه وکړي. خو هغه شرایط چې نن یې موږ په افغانستان کې شاهدان یو، دا ټکۍ موږ ته بیانوي چې چې که دغه ساتنه ترسره نه شي او د انسانانو اساسي حقونه تر پښو لاندې شي، په اوږد مهال کې به د هېواد خلک او اقتصاد له څه ډول پراخو زیانونو سره مخ شي.
هغه ټکی چې سالم چاپیریال ته د لاسرسي حق د حقونو له نورو ډولو بیلوي، په یوه نسل او یوې سیمې پورې نامحدودوالی دی. دا باید په یاد ولرئ چې د چاپیریال ویجاړتیا معمولا د کلونو په اوږدو کې پیښیږي او بیا رغونه یې هم ډیر وخت ته اړتیا لري، او ان ډیری ورانۍ د بیرته راګرځیدو وړ نه دي، حتی که حکومتونه او رژیمونه بدل شي، دا ورانۍ بېرته نه شي سمولای.
له همدې امله، هغه پرېکړې چې نن کیږي، پر راتلونکو نسلونو به اغېزولري، لکه څنګه چې د پرون پریکړې زموږ د نن ورځې پرسیاسي او ټولنیز ژوند اغېزکوي. سالم چاپېریال ته د لاسرسي د حق پر یوه نسل نامحدودیوالی موږ ته دا موضوع په ډاګه کوي، چې د چاپیریال ساتنې لپاره د مارشال پلان جوړولو اهمیت نه یوازې د اوسني نسل اړتیا ده، بلکې د هوښیارو انسانانو په توګه د راتلونکو نسلونو لپاره هم زموږاندیښنه څرګندوي؛ دا پدې مانا ده چې د نن ورځې پریکړې په راتلونکي کې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کولای شي، له همدې امله باید نن ورځ هڅه دا وي چې د دغه حق د نقض مخه ونیول شي.
بل اړخ، په سیمې پورې د چاپېریال د حقونو د بحث نامحدودوالی دی. هغه وراني چې د نړۍ په یوه ګوټ کې پیښیږي، د نړۍ په بل ګوټ کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. نړیواله تودوخه یې یوه ښه بیلګه ده. ځکه هغو پرېکړو چې بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ لپاره له صنعتي انقلاب وروسته کړې دي، نن ټوله نړۍ اغېزمنه کړې ده. له بده مرغه چېرته چې زیان دی،زیانمنو ته ورپېښ دی، دا په دې مانا ده، هغه ټولنه او ملت چې له اقتصادي پلوه کمزوری وي، ډېرې ناوړه پایلې یې زغمي. که دا په خپل هېواد کې ولټوو، نو وبه ګورو چې څلور لسیزې جګړې او د بېلابېلو وسلو کارولو منفي اغېزې پرېښې دي. لندبلونه او ویالې، چې په ښارونو او کلیو کې د سیمه ییزو سږو په توګه کارول کیږي او د شاوخوا د هوا په پاکولو سره ساه اخېستل اسانه کوي، او دغه راز د ایکوسیسټم د دورې په انډول ساتلو کې مرسته کوي، وران شونې دي. د دغو بېخ بناوواو طبیعي ویالو له منځه تلل هم، پر هغو خلکواغېز کوي، چې میلیونونه کیلومټره لېرې ژوند کوي. د نیمروز او زابل د وچې هوا له امله ګرد او دوړې نه یوازې دا چې هلته خلک په اوړي کې د اوبو له کمښت او تنفسي ستونزو سره مخ کوي، بلکې د بېلابېلو ولایتونو خلک د ګرد او دوړو په داسې جامدو زارتو کې را اېساروي چې د یو او دوه کیلومترو تر مینځ افقي لید محدودوي او د تنفسي ناروغانو لپاره خورا زیان لري. دغه راز په راروان ژمي کې د افغانستان په سویلي او لوېدیځو برخو کې د ورښتونو په کمېدو سره، د اوبو بحث او د اوبو ګڼې ستونزې د ښارونو تر منځ اختلاف رامنځته کولای شي او ان نن هم د افغانستان ګڼ مېشتی ولایتونه په تېره بیا کابل د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی، چې سږ کال د ترځمکې لاندې اوبو کچه درې نیم متره ښکته لوېدلې ده.
د نفوس زیاتوالی، د ځمکې لاندې اوبو کارول او اقلیمي بدلون د خطر د دغه زنګ لوی لاملونه دي چې یقینا د تیرو څلورو لسیزو جګړو له امله کلیوالې ښځې او ماشومان، کروندګر، په کېږدیو کې میشت خلک او داخلي بې ځایه شوي د دغې وژونکې ښکارندې بالقوه قربانیان دي. هغوی د بې وزلۍ، بېکارۍ او فقر په څېر ستونزو ترڅنګ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته زیات شوې دي، له ورښتونو پرته ساړه او وچ ژمي سره مخامخ دي.
اوسمهال په نړۍ کې د اوبو کمښت په یوه ساري ستونزه بدله شوې دی، چې یوه منفي پایله یې له کلیو نه ښارونو ته د کروندګرو بې ځایه کېدل او نویو کاروبارونو او دندو موندلو لپاره د خلکو کډوالي ده. د بیلګې په توګه، دغه څه په سوریه کې پیښ شوي، او یوه برخه یې په اوبو پورې تړلې وه. دغې کډوالۍ د سوریې ګاونډي هیوادونه هم له ستونزو سره مخ کړل. دغه حالت مشخصاً اردن او اروپايي هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
په یوې سیمې پورې د چاپېریال د نامحدودوالي د بحث یو بل ټکی دی چې د سالم چاپیریال لرلو اهمیت لوړوي او موږ ته دا راپه ګوته کوي،چې د دې حق ساتل څومره مهم او حیاتي دي. که موږ په نړیواله کچه له سیاسي پلوه وګورو، د چاپیریال اهمیت ته پام نه دی شوی. که موږ د سالم چاپیریال د حق د نقض پېښو ته وګورو،پوهېږو چې د نړۍ ستراو پیاوړي اقتصادونه او ستر شرکتونه…. د دې برخې تر ټولو لوی ناقضین دي.
دغه راز د (يوناما) د دفتر په راپور کې راغلي، چې افغانستان د وچکالۍ، سېلابونو، د ځمک ښويېدنې او واورې ښويېدنې له پلوه د اقليمي بدلون د پايلو له امله شپږم ډېر زيانمن هېواد دى. پر دې بنسټ د هېواد ۷۰ سلنه ماشومان د اقلیمي بدلون د زیانونو له ګواښ سره مخ دي.
اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد په داسې وضعیت کې دی چې د دغې ډلې له خوا ټول اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي. په داسې حالت کې حتی له واکمنو دا تمه کول چې د چاپېریال د لا تخریب مخه ونیسي او د سالم چاپېریال د لرلو حق ته درناوى وکړي، له خیالي خبرو پرته بل څه نه دي. په یوه غیر ډیموکراټیک نظام او رژیم کې چې د خلکو اساسي حقونه لکه د زده کړې حق، د کار حق او د عدالت حق د واکمنو له لوري تر پښو لاندې کیږي، لېرې بریښي چې د چاپیریال حق ته د درناوي لپاره دې څه وشي. د ټولنو د چاپيريال د حقوقو په بحث کې بايد نه يوازې خلکو ته د اوبو، هوا او سالم چاپيريال ته د لاسرسي حق ورکړل شي، بلکې د طبيعي سرچينو د تخصيص په بهيراو مديريت کې دې هم د دخالت حق ورکړل شي.
رواني روغتیا د انسان د ژوند اصلي او اساسي اړتیا ده، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو په واکمنېدو سره، حتی په ښارونو کې بڼوڼه، پارکونه او تفریحي او سیاحتي ځایونه د ټولنې د نیمايي نفوسو پر مخ تړل شوي دي. ان ځینې دغه ځایونه د طالبانو په امنیتي پوستو او نظارت خونو بدل شوي دي. په افغانستان کې څلویښت کلنې وسله والې جګړې ډیره تباهي رامنځ ته کړې ده. د بشري حقونو د څار د ادارې د راپور له مخې، اټکل کېږي چې د افغانستان له نیمايي ډېر نفوس، د دغو جګړو له امله د رامنځته شوي تاوتریخوالي په پایله کې، له ژورخپګان، اضطراب، وېرې او له پېښې وروسته فشارونو سره مخ دی. د تېر حکومت د اسنادو له مخې تر ۱۰ سلنې لږ خلک د حکومت له کافي رواني او ټولنیز ملاتړ برخمن شوي دي. نن هم موږ د خلکو د حقونو د خوندېتوب لپاره داسې مشروع نظامونو ته اړتیا لرو چې روڼتیا، عدالت او مشارکت د اداري نظام او حکومتولۍ د ستنو په توګه په رسمیت وپیژني. له بده مرغه موږ په خپل هیواد او ان نورو هیوادونو کې ګورو چې دغه راز شرایط نشته او د سالم چاپیریال له حقه سرغړونې دوام لري. نو دا د دې لامل ګرځي چې د شفافیت د نشتوالي له امله د خلکو د مشارکت او عدالت حق تر پښو لاندې شي او په ټولنه کې د پرمختګ مخنیوی وکړي. نن ورځ په افغانستان کې لکه څنګه چې موږ په خپل شاوخوا کې د چاپیریال د حقونو د سرغړونې بیلګې وینو، د ټولنې په نورو برخو کې هم له طبیعي حقونو د وګړو د محرومیت شاهدان یو، نو د نظام له اصلاح پرته د سالم چاپېریال له حقه ساتنه نه شي کیدای.