۸صبح، کابل: د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلن مکانټي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د افغان ځو او نجونو د وضعیت په اړه په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت ته خپلې پاملرنې ته دوام ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ استازولۍ سهشنبه د وږي پر ۳۱مه، پر اېکس لیکلي چې د دې غونډې موخه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت په ډاګه کول وو.
په دې غونډه کې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک، د ښځو د حقونو فعالې ګیسو یاري، د بشري حقونو فعالې میترا مهران او پخوانۍ ډیپلوماټې اصیلا وردګ ګډون کړی و.
د دې استازولۍ په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د بشري حقونو پر بنسټ د نړیوالو تعاملاتو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
په دې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د ملاتړ د دوام لارې چارې هم وڅېړل شوې.
دې ادارې د دې غونډې د جوړولو او مدیریت په برخه کې د همکارۍ له امله د ملالې بنسټ، د ملګرو ملتونو د مشارکتونو له دفتر او د بيبيسي له خبریاله هم مننه کړې ده.





