۸صبح، کابل: د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د نړیوال بانک په ملاتړ د اتو پراختیايي پروژو چارې د ۸۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې دي.
باختر خبري اژانس دوشنبه د وږي پر ۳۰مه راپور ورکړی چې په دغو پروژو کې د کلیو د سړکونو، ویالو، پلي لارو او ځينو نورو اړینو ځایونو رغول او بیارغول شامل دي.
د راپور له مخې، د دغو پروژو چارې به په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
دغه پروژې د مهترلام ښار د ښاري زېربناوو د ښه کولو او د اوسېدونکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه پلې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د مالي سرچینو کمښت او د اقتصادي فرصتونو کموالی د افغانستان د پرمختګ په مخکې لویې ننګونې ګڼل کېږي او زیربنایي پروژې د نړیوالو بنسټونو له ملاتړ سره تړلې دي.





