څنګه چې په ۲۰۲۶ کال کې د اقلیمي خبرونو سرلیکونه وېروونکي و – د طبیعي یخچالونو له ویلې کېدو نیولې تر کمسارو ځنګلي اورونو او د تودوخې مرګونې څپې پورې – یو تریخ او ټکان ورکوونکی واقعیت هم شته: ډېر اټکل شته چې سږ کال به مو د ژوند تر ټولو سوړ کال وي.
سږ کال به د تېر کال پرتله ګرم وي، څنګه چې تېر کال هم د وړم کال پرتله ګرم و. ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې راتلونکی کال په ځانګړې توګه د «اېل نینو» د اقلیمي الګو له رامنځته کېدو سره ښايي ټول پخواني ریکارډونه مات شي او د ځمکې تودوخه به هغې کچې ته لوړه شي چې کارپوهان یې د اقلیمي بحران په لړ کې د خطرناک بدلون ټکي په توګه پېژني.
له دغو ټولو سربېره، ښايي د مرستې او حل لارې د ترلاسي لپاره د یوې سرچینې موندل هم ستونزمن وي: ښکاري چې په نړۍ کې حکومتونه – په ځانګړې توګه هغه هېوادونه لکه امریکا چې پر تېلو تکیه دي – د وضعیت د کابو کولو پر ځای شرایط لا پسې ناوړه کوي. د دغې ستونزې اړخونو ته په کتو، ښايي انفرادي غوراوي ناڅيزه او کم ارزښته ښکاره شي.
خو څرګنده شوې چې د اقلیمي ستونزې لپاره داسې حللار شته چې ډېری مهال له پامه غورځول شوې او هغه ژورنالیزم دی. پر هغه څه پوهېدل چې رامنځته کېږي، څه شی یې لامل کېږي او څوک یې مسوول دی (او مه غولېږئ، ملامت شته)، د اقلیمي ستونزې د حل لپاره یو اړین بنسټ دی. مخ اړول او بېپامي، علم او حقیقت له منځه نه شي وړلی.
زموږ ناانتفاعي بنسټ تېر اووه کاله ارزولي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې رسنۍ اقلیمي بدلون ته څنګه خبري پوښښ ورکوي او له رسنیو سره یې مرسته کړې چې په دې برخه کې له خپلو مخاطبانو سره ښه اړیکه ټينګه کړي.
ښه خبر بیا دا دی: مخاطبان له دې موضوع سره لېوالتیا لري.
د علمي ټولنې له خوا تایید شوې څېړنې ښيي چې په منځنۍ کچه، د ځمکې پر سر ۸۹ سلنه وګړي نه یوازې اقلیمي کړکېچ ته ارزښت ورکوي، بلکې غواړي حکومتونه یې د ستونزې د هواري لپاره هڅې وکړي. ستونزه دا ده چې د دغو له ډلې ډېر یې نه پوهېږي چې د اقلیم د قاطع اکثریت یوه برخه دي؛ هغوی ګومان کوي یوازې دي او په څنډه کې پاتې دي. نه پوهېږي چې ګاونډیان یې هم تر ډېره د هغوی په څېر فکر کوي او مهمه دا چې داسې رایه نه ورکوي چې د حللارې یوه برخه وي.
دلته ده چې ژورنالیزم ډګر ته رامخکې کېږي. په تېرو دوو کالو کې، د نړۍ له بېلابېلو برخو لسګونو خبریالانو هڅه کړې چې په خپلو ټولنو کې د دغو ۸۹ سلنه وګړو کیسې روایت کړي، ځانګړنې یې انځور کړي او غږ ورکړي. د نړۍ پام هم دې چارې ته اوښتی: خلکو په خواله شبکو کې د ځان په معرفي کولو پیل کړی او ځانونه د همدغې ۸۹ سلنې برخه ګڼي او په اګست کې، د څښاک نړیوال شرکت «اوتلي» د همدغې ۸۹ سلنې پیغام د خپلو څښاکي محصولاتو پر پاکټونو ولیکه.
ژورنالېزم دا وړتیا لري چې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د پرمختګ لپاره له خلکو سره مرسته وکړي. خبري رسنۍ دا فرصت او دنده لري چې د دغه روایت په ردولو چې «خلک یې پروا نه کوي» او د دې په ډاګه کولو چې د دغې ستونزې د بېړني هواري لپاره څه ته اړتیا ده – د رایې ورکولو په مرکزونو کې، په لارو او کوڅو او که د خلکو په کورونو کې– له خپلو مخاطبانو سره د ژوند مهمې ستونزې د حل لپاره یوځای کار وکړي. دا اړیکه به نه یوازې د اقلیمي ستونزې په حل کې مرسته وکړي، بلکې د بېباورۍ د هغه واټن په کمولو کې به هم مرسته وکړي چې ژورنالیزم ورسره مخ ده. خلک له هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د خوښې وړ موضوعاتو ته یې پوښښ ورکوي.
خو دا چاره به اسانه هم نه وي.
لسیزې کېږي چې د فوسیلي سونتوکو صنعت – هماغه عاملان چې مخکې ورته اشاره وشوه په یاد مو دي؟ – په هغو کمپاینونو کې یې سلګونه میلیونه ډالر پانګونه کړې چې موخه یې د فوسیلي سونتوکو د سوځولو د خطرونو په اړه د عامه افکارو بې لارې کول دي. هغوی د جعلي خبرونو او دروغجنو کمپاینونو مالي ملاتړ کړی چې موخه یې د اقلیم په اړه د علمي پوهاوي کمزورې کول و او هڅه یې کړې چې پر هغه ژورنالیزم د خلکو باور له منځه یوسي چې د ستونزو په اړه یې کره او رښتینی انځور وړاندې کوي.
د ټولنیزو رسنیو پراختیا د اقلیمي مسایلو په اړه د درواغو په خپرولو د مصرفونکو د ذهنونو د ډکولو لپاره قصدي او همغږي شوی بهیر پیاوړی کړی دی. د انلاین پاروونکو او مزاحمت کوونکو یوه ډېره کوچنۍ ډله لا هم ځینې خبرخونې تر فشار لاندې راولي، څو له هغه ځواکمن او زړور خبري پوښښ څخه شاتګ وکړي چې غوښتنه یې کېږي.
ژورنالیزم دا فرصت لري چې د پخوانیو تېروتنو جبران وکړي او پر واقعیتونو د تکیې او د بېړني وضعیت په احساسولو د هغه بحران په اړه راپور ورکړي چې ورسره مخ یو. او مصرفوونکي – ټول ۸۹ سلنه – کولی شو له دغه فرصته د خپلواکو مطبوعاتو ارزښت بیا ومومو او له هغو کسانو چې ټولو ته د پېښېدونکي بحران په اړه حقیقت وړاندې کوي، مننه وکړو.
یادښت: د دغې نظري – څېړنیزې مقالې سپارښتنه د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت شوې؛ نړیوال کمپاین چې د حقایقو او روڼتیا په وړاندې کولو کې د خبریالۍ پر بنسټيزې ونډې ټينګار کوي. بیاخپرونکې دې پورته پراګرافونه هماغسې خپاره او د اصلي لیکوال نوم دې یاد کړي. بیا خپرول او ژباړه یې وړیا ده، په دې شرط چې ژباړه د متن اصلي منځپانګه انعکاس او مانا یا مضمون یې بدل نه کړي. د لنډیز یا رسنیز سبک سره د سمون لپاره واړه سمونونه د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري. که امکان وي، هیله کېږي د خبر نړیوالې ورځې (worldnewsday.org) سره لینک ورکړئ.




