په تاجکستان کې د هرات د امنیتي ناستې دوهمه ورځ؛ «له فرهنګ پرته بله چاره نشته»

۸صبح، دوشنبه: د هرات د امنیتي ناستې دوهمه ورځ د افغانستان د وضعیت په اروزنې او د هېواد د ستونزو په اوارې کې د فرهنګ د رول په اړه په بحثونو سره پيل شوه.

د هرات د امنیتي ناستې په دوهمه ورځ ددې ناستې پنځمه غونډه د تاجکستان د پلازمیني دوشنبه ښار په حیات ریجنسي هوټل کې د «نوروزستان، د سیمې د کلتوري میراث، ډله ییز ژوندانه او همکارۍ» په چورلیز سره پای ته ورسېده.

ددې ناستې ګډون والو وویل چې په نوروزستان یا د نوروز حوزې هېوادونه د سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزې همکارۍ لوی ظرفیتونه لري.

ددې ناستې ګډون والو د ایران تاریخ پوه او مستند جوړونکی حسین دهباشي، د تاجکستان د ملي پوهنتون استاد قاسمي سعدي او د لندن د کینګز کالچ لوړپوړې غړې عایشه صدیقي د افغانستان د ستونزو د حل لارو موندلو لپاره د کلتوري مشترکاتو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ددې ناستې ګډون کوونکو همداراز وویل چې سیمه ییز اتحاد د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په رعایتولو سره د افغانستان ستونزه اوارولای شي.

له بلې خوا، یو ګډون کوونکی وایي هغه څه چې په افغانستان کې تېرېږي کلتوري نسل وژنه ده.

د هرات د امنیتي ناستې درې پاتې ناستې به نن ترسره شي.

د هرات په امنیتي ناسته کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د بېلابېلو هېوادونو کابو دوه سوه استازو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان وضعیت ارزولی دی.

د هرات د امنیتي ناستې په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د مشارکتي حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار وشو.

ورته لیکنې

Back to top button