• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د غږونو او سازونو چوپتیا؛ د هبت‌الله تر واکمنۍ لاندې د کندهاري سندرغاړو غمجن برخلیک

۸صبح،کندهار ۸صبح،کندهار
۱۸ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794215681]
Social Media

Social Media

د کندهار یو شمېر سندرغاړي وايي چې له جدي ستونزو سره مخ دي. دوی ټینګار کوي چې له هنري فعالیتونو پر محرومېدو سربېره، هره ورځ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او طالبان یې سپکاوی او توهین هم کوي. د دوی په وینا، طالبان سندرغاړو ته «د شیطان وروڼه» وايي او له هغوی سره له سپکاوي ډک چلند کوي.

حبیب (مستعار نوم) یو له هغو سندرغاړو دی چې پخوا یې د موسیقۍ له لارې د خپلې ۱۱کسیزې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابرول. هغه وايي، د طالبانو له خوا پر موسیقۍ د بندیز له لګېدو وروسته، د هېواد ګڼ هنرمندان له هېواده وتلي او هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي، خپل د موسیقۍ وسایل، لکه رباب، هارمونیه، طبله او نور سازونه په خپلو کورونو کې ساتي او د خپلو کورنیو د لګښتونو په برابرولو او د یوې مړۍ ډوډۍ په موندلو پسې لالهانده دي.

حبیب وايي: «نه شو کولای خپل پخوانی هنر ته دوام ورکړو او نه هم زموږ لپاره د مناسب کار زمینه برابره ده. اړ شوی یم چې د کندهار په ښار کې لاسي توکي وپلورم، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»

محمدعلي (مستعار نوم) یو بل هنرمند دی چې لس کاله یې له سندرغاړو سره د موسیقۍ د غږولو په برخه کې کار کړی دی. هغه وايي، پخوا یې ستار غږاوه، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړ شو چې خپل هنر پرېږدي

دغه هنرمند زیاتوي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې یې په کلیوالو سیمو کې په پټه ستار غږاوه، خو دغه کار له څو ځله کولو وروسته طالبان د هغه له فعالیته خبر شول، ویې نیوه او ۱۵ ورځې یې زنداني کړ. د هغه په وینا، طالبانو یې د موسیقۍ وسایل مات کړل او ترې یې د دې ژمنې له اخیستو وروسته خوشې کړ چې نور به هېڅکله د موسیقۍ په برخه کې فعالیت نه کوي.

محمدعلي وايي: «زه هم د نورو هنرمندانو په څېر د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یم او هڅه کوم چې له هېواده ووځم.»

د طالبانو له واکمنېدو مخکې، د کندهار د صرافۍ بازار ته نږدې د هنرمندانو لپاره ځانګړی ځای و چې ګڼو سندرغاړو پکې فعالیت کاوه. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هنرمندانو دغه ځانګړی بازار وتړل شو.

امین‌الله یو له هغو هنرمندانو دی چې په دغه بازار کې یې له نورو سندرغاړو سره یوځای طبله غږوله. هغه وايي، د طالبانو له واکمنېدو دوه میاشتې وروسته، د دغې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبان دغه بازار ته ورغلل، د هنرمندانو د موسیقۍ ټول وسایل یې راټول کړل او هغوی ته یې خبرداری ورکړ چې نور دې په دې برخه کې فعالیت نه کوي.

د هغه په وینا، هغه مهال یو شمېر هنرمندانو او سندرغاړو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د امر بالمعروف له محتسبانو سره خبرې وکړي، خو هغوی یې مخه ونیوله او هنرمندانو ته یې اجازه ورنه کړه چې خپل نظرونه څرګند کړي. هغه زیاتوي، د دغه بازار له تړل کېدو وروسته، د امر بالمعروف محتسبان په پرله‌پسې توګه هنرمندان څاري او کله ناکله ان د هغوی پر کورونو هم چاپې وهي.

امین‌الله وايي: «کله چې زموږ پر کورونو چاپې وهي، راته وايي چې فکر کوو تاسې لا هم موسیقي غږوئ؛ خو موږ ورته قسم خورو چې دغه هنر مو پرېښی دی. له دې سره سره، هغوی پر موږ باور نه کوي او سخت سپکوي او توهینوي.

د کندهار یو شمېر مشهورو هنرمندانو او سندرغاړو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ولایت پرېښی او اوس د پاکستان په ځینو ښارونو کې ژوند کوي. خو هغه هنرمندان او سندرغاړي چې په کندهار کې پاتې دي، وايي طالبان نه یوازې د هنري فعالیتونو اجازه نه ورکوي، بلکې په ورځني ژوند کې هم ورسره سپکوونکی چلند کوي. د دوی په وینا، هر کله چې له موسیقۍ پرته پر بل کار بوخت وي، د طالبانو غړي پرې ملنډې وهي او ورته وايي: «تاسې د شیطان وروڼه یاست.»

شفیع‌الله (مستعار نوم) یو له هغو سندرغاړو دی چې لسګونه سندرې یې ویلي او اوس په کندهار ښار کې ژوند کوي. نوموړی وايي، د خپل ژوند له شرایطو سخت ستړی شوی او د طالبانو غړي ورسره په سپکو الفاظو چلند کوي.

دغه سندرغاړی وايي: «یوه ورځ طالبانو یوه لویه غونډه جوړه کړې وه. زه او یو بل هنرمند هم په دغه غونډه کې حاضر وو. د غونډې په لړ کې د کندهار د طالبانو د درېیمې حوزې د هغه مهال مسوول چې دیني عالم هم و، سټېج ته پورته شو او ویې ویل: هغه کسان چې سندرې وايي او د موسیقۍ وسایل غږوي، ټول د شیطان د وروڼو په ډله کې راځي. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې دلته سندرې ووايي. که څوک موسیقي اوري، دا په دې مانا ده چې د شیطان غږونه اوري.»

یو شمېر افغان فرهنګپال او د هنر مینه‌وال د موسیقۍ پر وړاندې د طالبانو مخالفت غندي او وايي، پر موسیقۍ بندیز د هېواد پر هنري او کلتوري میراث منفي اغېزې کړې دي.

د کندهار یو فرهنګپال چې اوس په ایران کې ژوند کوي، وايي، موسیقي او سندرې ویل د هرې ټولنې د کلتوري هویت مهمه برخه جوړوي او په افغانستان کې هم د موسیقۍ هنر اوږده مخینه لري. د هغه په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر دغه هنر د محدودیتونو لګولو نه یوازې د هنرمندانو د فعالیت مخه نیولې، بلکې د هېواد د موسیقۍ او کلتوري میراث د له منځه تلو په اړه یې اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

دغه فرهنګپال وايي: «هنر د یوې ټولنې د هویت او کلتور هنداره ده. هنرمندان د ټولنې د کلتوري پانګې یوه برخه ده، نه داسې کسان چې باید دښمني ورسره وشي او یا یې سپکاوی وشي. که د موسیقۍ او نورو هنري برخو فعالیتونه په بشپړه توګه ودرول شي، یوازې هنرمندان به زیانمن نه شي، بلکې راتلونکي نسلونه به هم د هېواد له یوه مهم کلتوري میراثه بې‌برخې شي.»

طالبان د موسیقۍ غږول او اورېدل حرام بولي او په تېرو کلونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ پر ترسره کولو سخت محدودیتونه لګولي دي. همداراز، د موسیقۍ وسایل او الات راټول شوي او سوځول شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

له پولیو پاک افغانستان: منظم واکسینول ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ ژغوري
خبرونه

له پولیو پاک افغانستان: منظم واکسینول ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ ژغوري

۱۸ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794215072]
ملګرو ملتونو په بغلان کې د سېلابونو د خطر د مخنیوي لپاره د يوه استنادي دېوال د جوړولو خبر ورکړ
خبرونه

ملګرو ملتونو په بغلان کې د سېلابونو د خطر د مخنیوي لپاره د يوه استنادي دېوال د جوړولو خبر ورکړ

۱۸ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794213931]
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ یونسکو: ژبنۍ تنوع له ګواښ سره مخ ده
خبرونه

د ساینس او سولې نړیواله اوونۍ؛ افغان نجونې لا هم له زده کړو بې برخې دي

۱۸ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794212190]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په سرپل کې د یوه پخواني نظامي جسد له ۲۵ ورځو وروسته وموندل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.