۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د ساینس او سولې نړیواله اوونۍ نمانځل کېږي، افغان ښځې او نجونې لا هم له ښوونیزو او تحصیلي محدودیتونو سره مخ دي.
اوس په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د عمر له نیمایي ډېر ماشومان له رسمي زده کړو بې برخې دي.
د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم دغه محدودیتونه دوام لري؛ هغه محدودیتونه چې د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان د بیارغونې او راتلونکي د پرمختګ بهیر هم اغېزمنوي.
له دې سره سره، طالبان لا هم پر هغو تګلارو ټینګار کوي چې د منتقدانو په وینا، د بېوزلۍ د کمولو او پرمختګ له هڅو سره په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصادي تولید ته ۸۴ میلیونه ډالره زیان اړوي او دغه کچه هر کال لوړېږي.
د پنځو کلونو په تېرېدو سره، طالبانو نه یوازې د دغو محدودیتونو د لغوه کولو لپاره کوم ګام نه دی اخیستی، بلکې د نیوکو په ځواب کې یې زده کړې یوه کورنۍ موضوع بللې ده.
خو له منځنیو زده کړو د څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونو محرومېدل او د هېواد اقتصاد ته هر کال د ۸۴ میلیونه ډالرو زیان اوښتل، د دغې تګلارې د دوام پایلې په ډاګه کوي.





