چوپه خوله اکثریت د طالبانو د ایډیالوژۍ په ولکه کې

د طالبانو د وروستۍ اعلامیې له مخې د افغان مېرمنو پرمخ پوهنتونونه تړل شوي دي. د دغه حکم له صادرېدو یوه ورځ وروسته د افغانستان واټونو او کوڅو پوځي حالت غوره کړ. د پوهنتونونو د دروازو تر شا طالبانو په درنو وسلو سمبال، ټانګونو او د اردو د رینجر موټرو په مټ کلابنده کړل. د دې سنګرونو په مقابل کې انسان، ښځه، علم او پوهه وه.
په بشپړه توګه به وسلو سمبال، دغو ځواکونو د پوهنتون په دروازو کې ماموریت درلود چې د طالبانو هغه امر پلی کړي چې نجونې باید پوهنتون ته داخلې نه شي؛ هغه فرمان چې له مخې یې د پوهنتونونو او ښوونځیو ښځینه محصلانې او استادان یوازې د جنسیت له امله له زده کړو او تدریس څخه بې برخې شوي دي. لکه څنګه چې د طالبانو په لاس د افغانستان له نسکورېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکي د زده کړو له حقه محرومې شوې، همدا اوس په ټولنه کې د ښځو له زده کړې انکار عام شوی دی.
د طالبانو ډلې شتون او د طالبانو فکر پخپله یوه بشري ضد پیښه ده چې تاوتریخوالی، استبداد او ښکاره توکمیز، جنسیتي او مذهبي تعصب منځ ته راوړي. له یوې متمدنې نړۍ سره چې په مساوي انساني ارزښتونو باور لري، د طالبانو ډله د یوې عصري او آزادې ټولنې د وسایلو په کارولو سره په پراخه کچه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، توکمیز توپیر او د ښځینه جنس سره ظلم کوي.
د طالبانو ناروا قدرت او له ښځو سره ظلم
د توکم پالنې پر بنسټ د یو شمېر افغان مشرانو یو ځای کېدل او په افغانستان کې د توکمیز تسلط د ساتلو په هدف، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د پوښتنې وړ تړون او د شل کلنې جګړې دوام د دی لامل شو چې طالبان په ناقانونه توګه واک ته ورسېږي. د هانا آرنت د نظر له مخې، «مشروع واک هغه څه دي چې د اتباعو ترمنځ شتون لري، ځکه چې دوی په ګډه سیاسي عمل کې برخه اخلي؛ خو هغه واک چې د واکمنانو له خوا د ترور، زور او ستم په کارولو سره ترلاسه کېږي «ناجائز واک او قدرت» دی.»
طالبان له یو نیم کال راهیسې د خلکو د خوښې خلاف پر خلکو مسلط دي او هره ورځ د دغې ډلې له خوا پر خلکو سخت او ظالم قوانین وضع کېږي. که څه هم د افغانستان بهرنیو او کورنیو لابیګرانو کلونه کلونه هڅه کړې چې نړۍ ته طالب یو بل انځور وړاندې کړي؛ هغه انځور چې طالبان د بشردوستانه معیارونو او بشري حقونو ته انعطاف منونکي وښايي. خو نن ورځ تر بل هر وخت زیات طالبانو ثابته کړه چې دوی د یوې انساني ټولنې د حد اقل ته د رسیدو په لاره کې لپاره هم هیڅ ډول عزم او اراده نه لري.
طالبان د یوې ایډیالوژیکي او مطلق العنان ډلې په توګه په طبیعي ډول د هر ډول فردي او مدني ازادۍ مخالف دي. د ټولنې بندي کول او د معاصرې غلامۍ لور ته وړل په افغانستان کې د طالبانو د ډلې د شتون له پايلو څخه دي. لکه څرنګه چې زیانمنې ډلې معمولاً د ظالمو نظامونو د قدرت د ښودلو سیمه وي، پدې برخه کې طالبانو د ښځو ژوند ته تر ټولو زیات زیان اړولی دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان مېرمنې هره ورځ له زیاتو محدودیتونو سره مخ کېږي. په تېر یو نیم کال کې طالبانو د ښځو او نجونو د محدود کولو په اړه لسګونه فرمانونه صادر کړي دي. د بېلګې په توګه د ښځو د وزارت د لغوه کولو حکم، اجباري حجاب، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو تړل، د پوهنتون په کچه په زده کړو بندیز، په ښوونځیو، پوهنتونونو او کورسونو کې د ښځو پر تدریس بندیز، په کار او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بندیز، دا هغه محدودیتونه دي چې طالبانو پر ښځو وضع کړي دي. دغه راز د پرلپسې فرمانونو له لارې ټول ورزشي سالونونه، د آرایش سالونونه او عامه حمامونه د ښځو پر مخ تړل شوي دي. ښځې اجازه نه لري چې یوازې سفر وکړي، نجونې نشي کولی یوازې بورسونه وکاروي، او آن کله چې دوی په ټکسي کې ځي، باید د دوی سره محرم او یا یوه ښځینه خپلوانه هم ورسره وي.
د طالبانو په نړۍ کې ښځې د ازادو انسانانو په توګه نه پېژندل کېږي، انساني کرامت نه لري او د نارینه وو د ملکیت یوه برخه ګڼل کېږي. . د طالبانو په رژیم کې د ژوند تجربې ښیي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې باید داسې عمل وکړي لکه مړې او یوازې د آخرت لپاره ژوند کوي. د طالبانو په فکر کې ښځې د اولاد له زېږولو پرته بل رول نه لري. ښځې باید د زیږون د ماشینونو په څیر ماشومان وزیږوي او ماشومان یې باید د طالبانو په لیکو کې شامل شي.
افغانان د طالبانو د ایډیالوژۍ په ګروت کې
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر د وروستیو څرګندونو له مخې: «د نجونو د زده کړو مخنیوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دی. ښځه د سړي د مرهڼې ځمکه ده، او ښځه د سړي په خدمت کې وي، نه د تعلیم په خدمت کې.» د هغه په وينا، «ښځې د زده کړې په پلمه په فحشا بوختې دي.»
لکه څنګه چې په منځنیو پېړیو کې، «هر هغه فعالیت چې د کور له چاپیریاله بهر ترسره کېده عامه او ټولنیز ګڼل کیدل، خو د نارینه وو او ښځو لپاره، د دې کلمې معنی دوه ګوني وه. یعني یو اجتماعي سړی د اتباع په توګه تعبیر کېدلو او اجتماعي ښځه د فاحشې په توګه تعبیرېدله.» د طالبانو په فرهنګي بستر کې چې اوس یې وده کړې، هغه دا چې په دیوبندي مدرسو او د حقاني شبکه کې د ښځې تعریف د منځنیو پیړیو تعریف دی. په دې ډول فکر کې ښځې د انساني کرامت، بشري حقونو او د تابعیت درلودلو څخه محرومي دي. طالبان د ښځو هر ډول فردي او مدني ازادي ردوي. د ښځو ټولنیز شتون او د کور څخه د باندې انسان رول یې د دوي په ذهن کې د فحاشۍ، زنا او فتنې سبب کېږي.
د یو فرد د جنس پر بنسټ محرومیت د منځنیو پیړیو نظر او خالصه غلامي ده. د یوې ټولنیزې ځپل شوې ډلې په توګه، ښځې د طالبانو په رژیم کې هره ورځ مظلومې او شکنجه کیږي، او دا تاوتریخوالی او غلامي په سیستماتیک ډول د رسنیو او تعلیمي سیسټم له لارې خپریږي.
له یوې خوا په زده کړو بندیز او له بلې خوا د طالبانو له لوري د ښوونځیو او پوهنتونونو اداره کول بله ستونزه ده. د طالبانو له ایډیالوژۍ سره سم د تعلیمي کتابونو د محتوا بدلول، د ډېرو علمي موضوعاتو لرې کول او د دیني کتابونو اضافه کول چې په هغو کې جهاد، جګړې، وینې تویونې او تاوتریخوالی ته لمن وهل کېږي، د ښځو له ژوند څخه د وګړو په توګه هر ډول رول لیرې کول او د یوې کورنې ښځې انځور وړاندې کول چې دنده یې یوازې د میړه خدمت او د ماشومانو زيږول دي، د طالبانو له پلانونو څخه دي.
طالبانو د نورو عسکرو د استخدام لپاره ښوونځي او پوهنتونونه په دیني مدرسو بدل کړي دي. د افراطیت ښوونه وژل کېدل او یا د دین په لاره کې د زده کوونکو وژل کیدلو ته هڅول یو له وحشتناکو شیانو څخه دي چې باید په پام کې ونیول شي. د مسلکي ښوونکو نشتوالی او د پوهنې نظام بې سواده کسانو او هغو کسانو ته سپارل چې یوازینی تخصص یې ماین خښول، د ځانمرګو پلانونو جوړول او ترهګري کول دي، بل ناورین دی.
خو د دې ټولو ستونزو تر څنګ د افغانستان اساسي ستونزه د ښځو له حقونو څخه سرغړاوی او د زده کړو له حق څخه د هغوی محرومیت نه، بلکې د طالبي فکر د شتون او ودې مسله ده. داسې فکر چې د ژوند په ټولو سطحو کې یې خلک د فکر او عمل له ازادۍ بې برخې کړل او اکثره خلک یې یرغمل کړل.
د افغانستان نننۍ ستونزه د یوې تروریستي ډلې ناروا واکمني ده چې د زور، تشدد او استبداد په واسطه د افغانستان پر خلکو تحمیل شوې ده. د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره هر ډول هڅې به تر هغه بې پایلې وي تر څو چې د «طالباني فکر» د ردولو په اړه نظري اجماع رامنځته نه شي. د طالبانو او طالب فکر سره په هره سطحه او هر شکل کې اتحاد او یو ځای کېدل د نړیوال تروریزم، د تکفیر او تاوتریخوالی هڅوونکو فعالیتونو ته مشروعیت ورکوی. همدارنګه د افغانستان د څلویښت میلیونو وګړو تروریستي ډلې ته سپارل، د طالبانو په حساب کې د میلیونونو ډالرو آچول، د دغې ډلې مشرانو ته د مصونیت ورکول او له دغې ډلې سره د پردې تر شا تفاهم، هغه هم د نړیوالو تړونونو له مخې، دا د بشریت ضد جنایت دی.
نړیوالې ټولنې د افغانستان د خلکو په وړاندې بې پروايي کړې او په تېر یوه نیم کال کې یې د افغانستان د زوال له لارې د راګرځولو لپاره کوم اغېزناک اقدام نه دی کړی. د نړیوالو اعلامیې یوازې په فضا کې وي، پرته له دې چې د عمل په ډګر کې کوم اغېز ولري. هغه اعلامیې چې د نړیوالی ټولنې او هغو هېوادونو لخوا چې ځانونه د بشري حقوقنو ساتونکي بولي چې له طالبانو د ښونځیو او پوهنتونونو خلاصول غواړي، شرموونکې او له سپکاوي ډکې دي. دغه ډول اعلامیو د ازادۍ او بشري حقونو بحث په یوه تش په نامه یو بام او دوې هواوې اصطلاح بدل کړی دی.