د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې نظامي تحرکاتو د اوکراین بدلونونو ته د نړۍ سترګې اړولې دي. په وروستیو څو میاشتو کې له پياوړو هېوادونو څخه نیولې تر کړکېچ ځپلو هېوادونو لکه افغانستان پورې، ټول د اوکراین تحولات او بدلونونه څاري.
د وروستیو څو میاشتو تجربو په ډاګه کړه، چې د اټکلونو له مخې نړیوالو ته د افغانستان ارزښت ورو ورو کمېږي او لویې نړیوالې رسنۍ د اوکراین کړکېچ ته زیات پام کوي.
کله چې د هېواد بدلونونه د لویو نړیوالو رسنیو له سرټکو څخه وغورځېږي، نړیوالو په ځانګړې توګه نړیوالو لوبغاړو ته د افغانستان مساله ناڅيزه کېږي او ښايي نړیوال د افغانستان ناورین هېر کړي.
په سوریه، یمن او لیبیا کې د جګړو تجربو په ډاګه کړې، چې په دغو هېوادونو کې د جګړو په پراختیا سره جوړ شوی انساني ناورین هېر شوی او ورو ورو نړیوالو رسنیو د سوریې، یمن او لیبیا د جګړو پېښې کمې خپرې کړې دي.
که د افغانستان اوسني بحران ته پام وکړو، هر څومره چې د پخواني حکومت د پرځېدو له لومړیو ورځو لرې کېږو، د افغانستان ناورین ورځ تر بلې څنډې ته پورې وهل کېږي او د دغه هېواد پېښې اوس د نړیوالو رسنیو سرټکي نه دي.
نن سبا شننونکي او رسنۍ د روسیې او اوکراین ترمنځ پر کړکېچ غږېږي. ښکاره خبره ده، چې له بېلابېلو اړخونو د اوکراین تحولات د نړۍ لویو قدرتونو په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو ته تر افغانستان زیات ارزښت لري.
په څو وروستیو ورځو کې سیاسي تعاملات او تګ راتګ ښيي، چې د اوکراین مساله نړیوالو په ځانګړې توګه د سیاست اصلي لوبغاړو ته ارزښتناکه ده. اوکراین ته د اردوغان سفر، امریکا ته د جرمني د لومړي وزیر سفر، د بایډن او پوتین تلیفوني اړیکې، امریکا ته د قطر د امیر سفر او په پایله کې روسیې ته د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون سفر په ډاګه کوي، چې نړۍ په اوکراین کې احتمالي جګړې ته اندېښمنه ده.
که څه هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون او له تروریزم سره د جګړې له کبله لودېځوالو ته دا هېواد مهم و او د دغو هېوادونو عمومي افکارو د خپلو نظامي ځواکونو له لارې د افغانستان بدلونونه څارل؛ خو اوس بهرني ځواکونه له دغه هېواده وتلي، ښايي د افغانستان اهمیت هم ورسره لوېدلی وي.
اقتصادي اړخ هغه مساله ده، چې اروپايي هېوادونو ته یې اوکراین ارزښتناک کړی دی. په اوکراین کې احتمالي جګړه اروپا ته د روسيې د ګازو صادرات مختل کوي. جرمني د روسيې د ګازو لوی واردوونکی دی. دغه هېواد ته د «نورد ستریم ۲» ګاز نللیکه زیات ارزښت لري.
له قطر څخه اروپا ته د ګازو لېږد په برخه کې د امریکا هڅې او د روسيې پر ځای د قطر غوراوی ښيي، چې اروپايي هېوادونه د روسيې د ګازو له مختل کېدو اندېښنه لري. اروپايي هېوادونو ته د روسيې د ګازو لپاره د بدیل یا ځایناستي پیدا کول اسان نه دي او له قطر څخه اروپا ته د ګازو لېږد هم ګران دي.
له یوې ساده ارزونې وروسته پوهېدای شو، چې نړیوالو پياوړو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو ته د افغانستان په پرتله اوکراین ډېر مهم دی او که روسيه نظامي پړاو ته واوړي، د نړۍ سترګې اوکراین ته اوړي او د افغانستان ناورین هېرېږي.
بلخوا د ناټو غړو هېوادونو په څو وروستیو کلونو کې د ختیځې اروپا ځینې هېوادونه نظامي تړون ته ورزیات کړل او په دې سره غواړي، د اورپا په ختیځ کې د روسيې سیاسي – نظامي نفوذ کم کړي، اوس دوی نه غواړي چې د اوکراین لوبه وبایلي او روسیه د نظامي ځواک په ښوولو سره معادله ناانډوله کړي.
ښکاري چې پوتین غواړي، له اوکراین سره د کړکېچ لوبه پخپله ګټه پای ته ورسوي او سیالانو ته ځان ځواکمن او غښتلی وښيي. په دې توګه، روسیه نه غواړي د لوبې ډګر وبایلي. روسیه به ټوله هڅه وکړي، چې د اوکراین له بحران څخه د خوښې نتیجه ګوتو ته راوړي.
په داسې شرایطو کې د نړۍ ځواکمن هېوادونه د افغانستان پر بحران ځان نه بوختوي او په افغانستان کې په انعطاف سره کوښښ کوي، پر اوکراین د روسیې د برید مخه ونیسي یا دا چې د روسیې تر برید وروسته د اوکراین بحران څه ډول کنټرول کړي.
اوس که د روسیې او اوکراین کړکېچ په جګړې واوړي، د دغې جګړې لوګی به تر بل هر هېواده زیات د افغانستان سترګې ترخې کړي او د اوکراین د کړکېچ له وجې به د پخواني حکومت تر نسکورېدو وروسته د افغانستان اقتصادي بحران څنډې ته پورې وهل شي.