«د بهرني جهان تر سطحې لاندې ډیر زیات او بی ساري شیان دیته منتظر دي چې زموږ د شعور اگاه برخې ته راووځي»
موږ کیسي لرو. کیسه لیکوال لرو. شپون او انځور او باجوړی لرو. اجمل، ایمل، غضنفر او دغسې ورپسې کتار کیسه لیکوال لرو.
موږ محک او کرگر او سمندر لرو. موږ هغه تازه خو لا نه زرغون شوي ځوانان، چې لا له خپلو فردي لارو سره نه دي په ډاگه شوي؛ دا ټول لروو. موږ کیسې راوړو. کیسې هندارې گرځوو. په هندارو کې خپل رنگونه او خویونه او خوبونه را لوڅو.
او کیسې پنځیږي. کیسې را ټولیږي. چاپیږي. خپریږي. د کیسو تاریخ غوښن کیږي؛ خو سرچېنه چېرې ده؟ دا فردي لښتي له کومو اوبو، له کومو سیندونو را تړل کیږي؟
کیسه لیکوال یو فرد دی. فرد پخپل کالبوت کی؛ د ذهن او فزیکي حواسو له لارې هویت مومي. خو کالبوت د ذهن او حواسو ترڅنگ، زړه لري. او کالبوت کې ژوند په څپو دی.
نه پوهیږم دې مقدمې څه وکړل؟ ما غوښتل له خپلو کیسه لیکوالو سره، د کیسو (سربند) ته ولاړ شم! ښایي «کیسې او سربند»، «کیسه او سرچېنه»، «قلموال او ددغو اوبو میراوي»، «هنداره او د فردیت رنگونه» نادود وبریښي؛ خو لږ به نور هم سره تم شو!
یوه بله لار خپلوم:
کیسه د چا لور او زوی ده: د ذهن، حس، عاطفې، روان، روح او که ددغو ټولو؟!
دا پوښتنه به وروسته یو ځل بیا وغږوو. اوس به راشم د کیسې په باب د معلوماتو ډگر ته.
کیسې ته نوم له زوکړې وروسته ورکړل شوی. یعنی نوم، تعریف او تفسیر خپله کیسه نشي کیدای. دادې کیسې په غاړه پراته کمیسونه او پړوني، ما ته د هغو زړو کبرونو، وچې لکړې رایادوي، چې د کفن عطر خپروي!
موږ ته تر کورونو، تر تودو پیتاویو، د ویالې له سړو غاړو، د هجرو او دیرو له ژوندیو ناستو پاستو؛ کبرونه ښکلي او ښایسته او درانه دي! ځکه نو تعریف او نوم یې دومره پر موږ دروند را پریوزي.
بیا لاره بدلوم او د حال د زمانې استاذ ته مخه ورکوم کیسه به څنگه وي؟
«داستانونه تصویر ته شکل ورکوي. داستانونه د زمان کښت او واړه کپسونه دي.
د اوس له پاره لرغونې حکمت ژوندی استاذ سري هارولد کلمپ لیکي، چې دا داستان دې چې طلایي احکام ورباندې ښوول کیږي. او دا څنگه؟
بیرته په پوښتنه ورځو:
د کیسې پنځولو سرچېنه چېرې ده، سربند چېرې دی، کیسه د کومو ښکلاوو او کوم جنس تابلو ده؟
کیسه پر سوژه ولاړه ده. د زیاترو کیسو سوژې عیني دي یا زموږ عینت خوښوونکی شعور داسې انگیري چې عیني دي. خو ایا د کافکا له پاره «مسخ» یوه عیني-فزیکي تجربه وه؟ د کامو «وبا» په کومې فزیکي جغرافیا کې سر پورته کړی؟ د داستایوفسکي «کارامازوف وروڼه» چا لیدلي، چاته یې کیسې او خاطرې ورځي؟ د کرگر «گونگوټیان» څوک را ښوولای شي؟ او د «زرگری او زرلاسي کودگر[1]» عکسونه له چا سره دي؟
زما له پاره پنځول څه دي؟
له فزیکي-حسي ډگره د ذهن او معلوماتو او خاطراتو په لور ور ټولیدل، هلته بیا یوه کور څنډنه، له معلوماتو، خاطراتو، پوهو او فکرونو تشیدل، سپینیدل، راټولیدل، بېحجمه کیدل او پایله هم په نقطې ور ټولیدل او جوړیدل.
پر دغه نقطه، فردي مراقبه او تمرکز، د نقطې دننه دایرې ته ننوتل، د نقطې دننه دنیا دباندی راویستل او همدا زوکړه ده. همدا تخلیق دی. همدا فردي هنداره ده. همدا شخصي او ځانگړی مال دی. او دا بیا د کلمو په کپسولونو کې تویول او د یوه لوی یا وړوکي کتاب اوبدل یې هم فاتحانه پایله!
له فکر او معلوماتو دغه تش اقلیم ته د خیال په وزرو ورځوو. دا د خیال ناښکاره سترگه ده، چې نه لیدلي نندارې راباندې کوي. خیال موږ په هغو کانونو او معدنونو اړوي چې د هیچا نه دي. له هغه ټاټوبي چې څه راوړو؛ زموږ دي. او ددی ملکیت د سپینولو لپاره، زمکني-فزیکي قوانین څوک د جیل تورو تمبو څټ ته نشي اچولی.
د خیال په سترگه د هرڅه لیدل او موندل زموږ خپل دي. تازه دي. بیجوړې دي. کاملاً سوچه او سپیڅلي دي.
هغه زمکې، قلمرونه، څیزونه چې د غله شعور او خودپرست«زه» له یرغلونو بهر دي؛ سپیڅلي دي. پاک دي. او په لومړنۍ ژبه غږیږي.
خیال څه وخت واقعیت مومي، موږ څه وخت د خیال په ارته سترگه کې ودریدلی، لیدلای او پوهیدلای شو: کله چې «خلاق تجسم» ته مخه کړو!
بشر له پیله بیا تردې دمه «ایتوپیا» ته ور په لاره دی. دغه جنت د خیال په وزرو موندلای شو. دلته ټول فزیکي زمان منقبض کیږي او د شیبو په حجم را ټولیږي. ځکه نو وایي چې: «جنت عبارت دې ستاسو د اگاهۍ او پوهې له سطحې او وضعیت څخه. هغسی چې خپله گردچاپیره دنیا پنځوﺉ، هغه هم پنځوﺉ. دا د پنځونکو هنرونو تر ټولو لوړ شکل دی.» (طلایی زړه. هارولدکلمپ. 266 پاڼه)
پنځونه ناپیدا ته ورتگ دی. ناپیدا ته په ناپیدا سترگه (دریمه سترگه چې تسراتیل یې هم نوموي) ورکتلای شو. ناپیدا هغه څه دي چې دا ټوله پیدا دنیا یې، په گرد پسې نشي رسیدلای. او دا ټول دننه دي. دا ټول زموږ دننه-د فرد دننه-دي. فرد هغه څاڅکی دې چې ټول اقیانوس په کې ساه باسي. فردیت زموږ پوره کتاب دی. او فردیت د ابدیت لومړنی؛ ولې ابدي عمل دی.
ښایي د توریو، کلمو او جملو دا ډول حرکت، ذهن ته، منطق ته، نااشنا وي! یو څه خپل کار ویشو:
موږ په فزیکي قابلیت سره کارکوو یا په اصطلاح طبیعت بدلو.
فزیکي حواس:
په فزیکي یا ذهني حواسو سره طبیعت، فزیکي مواد او هندسي جوړښتونه ازمایو او تجربه کوو. د حواسو کمرې په فزیکي برج (له غوښو وینو جوړ کالبوت) نصب دي. حواس حافظې ته له وړکتوبه د ورکړل شویو اخلاقو، ادابو، پوهو له مخی، خپل کار پرمخ وړي. او دغه حسي-فزیکي تجربې بیرته د ذهن ماشین ته ورلویږي.
ذهن:
ذهن که هر څومره معتبر وگڼو بیا هم دا خبره روښانه ده، چې ذهن یوازې په فزیکي او مادي تجربو څرخي؛ نو خیال او له تشې څخه موندنې، د ذهن په وړتیاوو کې نشو راوستلای. هنر هرڅه کیدلای شي؛ خو ذهني نه! که ذهن هنر راوړي؛ نو بې له شکه چې دا به د بل فرد د پنځونو په څلیو کې له خوړلو او پخپل دوکان کې د هغو له ایښوولو پرته بل څه نه وي!
د اړتیا له مخې یو ځل بیا د ذهن پر هندسې یو څه ور ټولیږم:
د اوس له پاره لرغونی حکمت (اکنکار)، پخپلو ژوندیو څیړنو او هر وګړي ته ممکنو تجربو سره، دا لرغونی حقیقت په ډاگه کوي، چې هستي له لاندنیو او پورتنیو پوړیو او طبقو څخه جوړه ده: په دغو لاندنیو پوړیو کې فزیکي نړۍ، اثیري نړۍ، علي نړۍ، ذهني نړۍ او اتري (روان) نړۍ. او په معنوي پوړیو کې د اروا نړۍ او تر هغې پورته رڼې او له وصفه پورته زمکې او نړۍ شاملې دي.
دی سره جوخت هر فرد او هره اروا، د فزیکي کالبوت دننه دننه، اثري کالبوت، علي کالبوت، ذهني کالبوت، اتري-رواني کالبوت او د اروا کالبوت هم لري.
پدی توگه د اگاهۍ او پوهې د وضعیت له پلوه کوم توپیرونه، چې د فزیکي او بیولوژیکي موجوداتو ترمینځ دي؛ دغه شان ستر توپیرونه د بیولوژیکي او ذهني موجوداتو ترمینځ هم شته. او د اروا او ذهن ترمینځ د پوهې د وضعیت توپیر خو اصلاً په فزیکي کلام سره، د بیان او تجربې کولو وړ نه دي.
نو موږ د پنځولو په ترڅ کې، تر کومې پولې ویښ او فعال یو؟ ایا کله مو د ذهن له اوو سیندونو او اوو غرونو ور ها غاړه، د اروا ناپیدا زمکو ته ورکتلي؟!
ایا موږ د اروا په توگه هغه بیشکله، بېڅیرې او بېوزنه ښکلاوې او غږونه کله د خیال په سترگه تجربه کړي؟ موږ که یو ځل د خیال سترگه دومره رڼه وځلوله؛ نور نو بیا جنتونه او دوزخونه زموږ تر پښو لاندې دي. موږ ستورمزلي کیږو. موږ د ستورو سیالان او هم قدي کیږوو. موږ په ستورو کې شته کیږو. زموږ ستوري د خیال په سترگو کې ویده پراته دي.
فزیکي هستوگنې، حسي پیژندنې او ذهني معلوماتو او رواني پټو وسله په لاس لښکرو، موږ د فرعونیانو له مومیایي شویو جسدونو ډیر کلک وچ کړي او مومیایي کړي یو! یو ځل که زمري شو او یو ځل که د مادې له طلسمه راویښ شو؛ بیا موږ ستوري او آسمانونه خپل وطنونه گرځوو.
بیرته راگرځمه کیسې ته:
کیسه له څه جنسه ده؟ د کیسې ماده څه شی ده:
د کیسې جونگړه د کلمې له خښتو سر اوچتوي. دا کلمه ده چې کیسې ته غوښه او هډوکي کیږي. دا د توریو خاوره ده، چې کیسه فزیکي کوي. د توریو او کلمو کیسه په ننداره او ستیژ اوښتې. کیسه فزیکي شوې.
کیسه چې ترڅو فزیکي نشي حواس یې نه مومي. غوږونه یې نه اوري، سترگې یې نه ویني او ذهن (اگاه شعور) یې نه ترجمه کوي.
په توریو او کلمو کې پورته شوې کیسه، زموږ د نظر او نقد هندسه ده؛ خو تر دې دمخه، تر شکل، څیرې، کلمې او توریو دمخه کیسه څه شی ده، څه جنس لري؟
کیسه چې له ستیژ او له نندارې را ټوله شي؛ نو کلمو ته ستنیږي، توریو کې څرگندیږي او توري او کلمې که په څټ وخوځو، په غږ ختمیږي! کلمې او توري شکلي او تصویري شوي غږونه دي.
که غواړو تازه تجربې وکړو، که چمتو یو چې پخپله حضور پیدا کړو، پخپله ووینو او تجربې ترلاسه کړو؛ نو پته همدا ده: د غږ اقیانوس! نه لیکل شوی صوت، لومرنۍ ازلي ماده!!!
هغوی چې د خیال له دریڅې، د خلاق تجسم هنروال دي؛ نو اصلي، ویناوالې او له مانا ډکې کیسې راوړي. ځکه نو بیا دا خبره سمه بریښي چې: «هره کیسه د زمان د کپسول په ډول ده چې وړوکی معنوی بم په ځان کې لري. دغه کپسول په اوریدونکي پورې نښلي، څو اونې وروسته اوریدونکې ناڅاپه کیسه په یاد راوړي او له دې سره دننه وړوکې چاودنه تر سره کیږي او کیسه خاصه مانا مومي» طلایي زړه، 219 مخ
له فزیک، مادې او ذهن ور هاغاړه د تشې اقلیم دی. دغه تشه د حکمت، پوهې او مینې له جنسه ده او خیال وزري گربتان، دا جنس مومي، ویني او په کې میشته کیږي.
د ژوندي کلام استاذ «وازي» لیکي: «هلته زمان او فضا نشته. دا چې څنگه راز راز څیزونه په معنوي جهانونو کې درک کوو، په زړه پوری دي: لمرونه په ډیره چټکۍ حرکت کوي؛ ولې چېرې نه ځي. خو لهدی سره سره یې کولای شول د هغه غځیدلي پراخ طلایي جهان په لر او بر کې حرکت وکړي-هغه جهان چې گرد نه دی- د خدای په دې جهان کې، وړاندی ولاړم؛ ولی هیڅ لاره مې ونه وهله» طلایي زړه. 55مخ.
موږ له عیني جهان سره مخ یو. دلته که غواړو عمل وکړو باید اراده او خیال سره همغاړي کړو. کیسه راوړل هم له ټول لطافت سره سره یو عیني او واقعي عمل دی. نو باید اراده او خیال چې اصلاْ سره پردي دي، له یو بل سره همغاړي شي او دغه زوکړه مخ را لوڅ کړي.
د شلمې پیړۍ په شپږمه لسیزه کې، د اوس لپاره لرغوني حکمت نوي بنسټګر (پال توییچل) «د نور د طریقې لیکونه» کې د ارادې او خیال ښه ننداره جوړه کړې.
پال وايي چې خیال د پنځولو تر ټولو پورته شکل دی. خدای د خیال له لارې په انسان کې عمل کوي او د تر ټولو لوړو معنوي پوړیو په لور د هغه لارښونه کوي.
د استاذ په وینا، خیال معنوي ځواک دې او اراده د ذهن کار. نو موږ د کیسې پنځولو په وخت کې، د خیال په سترګه څومره ارت لیدل تجربه کړي؟ موږ د خیال خالص جنس، بیهندسې ژبه او لطیف رنګونه، څنګه د ارادې په توره، د عینیت ډګر ته راوړي؟
«ټول هغوي چې خدای پیژني، هغه یې د تخیل د قدرت په کارولو سره، پخپل لومړني حرکت سره، په دریمه سترګه-تسراتیل-کې لیدلی.»
زما نیت دا و چې د تجربو ځنې بیلگې راوړم؛ خو بېشکله کلام څنگه وغږوو؟ خو رښتیا خبره داده چې: «حکمت او خرد چې شکل او قالب نلري؛ باید د انساني ژبې په محدودو او ناجوړو کلمو واوړي» زموږ ژبه یوه مادي او مکانیکي ژبه ده بس د عقل او شعور جهان همداسې سروهلی!
دا وینا اوږده ده. اوس یې همدلته غوڅوم. تاسو او ځان خپلو خیال وزرو هنري الوتو ته سپارم؛ گوندې کیسه داسې پیښه شي.
اخذونه:
- (طلایي زړه) لیکوال، هارولد کلمپ
(د نور د طریقې لیکونه) لیکوال، پال توییچل.
[1] (زرګره او زرلاسی کوډګر) ناول، په ۲۰۰۱کال کې، پیښور کې د صبور مطبعې لخوا چاپ شوی.