د بدخشان په مرکز فیض اباد کې ځينې هټيوال د طالبانو له لوري د یو لړ محدودیتونو له لګولو شکایت کوي. د دغو هټیوالو په خبره، طالبان هره ورځ بدخشان کې یو نوی بندیز لګوي.
سیدقاسم انوش فیض اباد کې هټۍ لري. انوش ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو ځايي مسوولانو یو کمېسیون جوړ کړی او په روژه کې له هټیوالو زکات ټولوي. د نوموړي په خبره، دا کمېسیون له هرو ۱۰۰ زرو افغانیو څخه دوه زره افغانۍ زکات اخلي.
سیدقاسم انوش په دغه دوکان کې ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې؛ خو طالبان ټينګار کوي، چې د نوموړي په دوکان کې د ۹۰۰ زره افغانیو توکي شته او باید ۱۸ زره افغانۍ زکات ورکړي.
د فیض اباد ښار یو بل هټيوال تمیم صمدي وویل، چې له یوې خوا روزګار نشته او له بلې خوا طالبان په یوې او بلې پلمې له هغوی پیسې ټولوي. د صمدي په خبره، هغوی په میاشت کې ۱۰ زره افغانۍ ګټه نه کوي، په داسې حال کې چې جوړ شوی کمېسیون د یو میلیون افغانۍ په بدل کې ۲۰ زره افغانۍ زکات غواړي. دغه هټیوال زیاته کړه، چې د زکات پیسې باید د کس په خوښه او شریعت له مخې راټولې شي؛ نه د ټوپک په زور. د فیض اباد ښار هټيوالو د طالبانو له مرکزي او ځايي چارواکو وغوښتل، چې د دې ډول چارو مخنیوی وکړي او خلک پرېږدي په ارامه ژوند او کاروبار وکړي.
له بلې خوا د فیض اباد ښار ځينې اوسېدونکي هم د طالبانو دا چاره د شریعت خلاف وبلله او ويې ویل، چې طالبان دې په زور او جبر له هټیوالو د زکات پیسې نه ټولوي. د فیض اباد ښار اوسېدونکي رضاشاه وویل، کله چې طالبان له هټیوالو په جبر پیسې راټولوي، هټیوال هم د خوراکي توکو بیې لوړوي. د رضاشاه په خبره، که د یوه دوکاندار زکات زر افغانۍ وي او طالبان ترې ۲۰ زره افغانۍ واخلي، هغوی اړ دي، چې د توکو بیې لوړې او جبران یې کړي.
شمسالدین د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې پر بزګرۍ بوخت دی. نوموړي وویل، چې طالبان د بدخشان په ولسوالیو کې په زور له خلکو «عشر» راټولوي. دغه بزګر زیاته کړه، چې په دې وروستیو کلونو کې یې حاصلات لګښت نه پوره کوي، له دې کبله شمسالدین پوښتي، چې څنګه عشر ورکړي؟ دغه بزګر د طالبانو د عشر او زکات له مسوولانو غواړي، چې د عشر او زکات د راټولولو پرځای له اړمنو بزګرو سره مرسته وکړي.
په دې اړه مو غوښتل، چې په بدخشان کې د طالبانو د عشر او زکات مسوولانو نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسې اړیکو وروسته هم ونه توانېدو.