۸صبح، کابل: د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې له قطر سره یې د مخامخو الوتنو د پېلېدو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړې ده.
نوموړي وزارت دوشنبه د لړم پر ۷مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا هوکړه د واټ ترانسپورت معین عبدالسلام حیدري او د قطر هوايي چلند ادارې سرپرست محمد فالح الهاجري له خوا لاسلیک شوې ده.
د دغې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو د هوايي ترافیک حقوق زیات شي.
نوموړي وزارت ویلي: «د یاد تفاهم لیک په اساس به د دواړو هېوادونو هوايي شرکتونه وکولای شي چې مخامخ الوتنې ترسره کړي او ترانزیتي مسافرو لپاره به هم اسانتیاوې رامنځته شي.»
له دې مخکې یاد وزارت د کابل او تهران ترمنځ د «ایران ایرتور» هوايي شرکت له الوتنو خبر ورکړی و.





