۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د قطر دایمي استازی فیصل بن عبدالله الحنزاب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي عارفات جمال سره په افغانستان کې د سولې پياوړتیا په هکله خبرې اترې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د لړم پر ۲مه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا لیده کاته په دوحه کې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان په وروسیتو پرمختګونو او تحولاتو خبرې اترې شوې دي.
دواړو لوریو له افغانانو سره د بشرپالو مرستو پر دوام ټينګار کړی دی.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلي و چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې یې له ۴۸ زرو او ۳۰۰ افغان راستنېدونکو سره مرسته کړې ده.
ورته مهال، طالبانو بیا له افغانستان سره د مرستې رسونې په برخه کې د قطر هڅې ستاېلې دي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته قطر د افغانستان په چارو کې فعاله ونډه لرلې ده.





