طالب او ترکمنستاني پلاوي د تاپي پروژې پر امنیتي مسایلو خبرې اترې وکړې

۸صبح، کابل: طالب پلاوي کابل کې له ترکمنستاني پلاوي سره په لیدنه کې د تاپي پروژې پر امنیتي مسایلو خبرې کړې او هغوی ته یې د دې پروژې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکړی دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت یکشنبه د زمري پر ۲۳ د یوې خبرپاڼې په خپرولو له ترکمنستاني پلاوي سره د لیدلو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې وړاندې په ګډه ناسته کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ادارې استازو کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او د تاپي پروژې د کمپنۍ رییس محمدمراد امانوف سره د تاپي پروژې په امنیتي مسایلو خبرې اترې شوې دي.

کابل کې د ترکمنستان سفیر ویلي، چې تمه کېږي د تاپي پروژې کار له هراته پیل کړي.

ترکمنستاني پلاوي خپل وړاندیزونه او کړنلاره له طالب امنیتي چاوراکو سره شریکه کړې ده.

طالبانو دغه پلاوي ته د افغانستان له لارې د تاپي پروژې د ګازو نللیکې د امنیت ټينګښت په اړه ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه کې د دې پروژې د کار د پیلېدو په اړه څه ویل شوې نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د جوزا پر ۱۸ هرات کې ځايي طالب مسوولانو د ترکمنستان له سفیر او د تاپي پروژې له رییس سره تر کتلو وروسته وویل، چې د دغې پروژې عملي کار به تر راتلونکو شپږو میاشتو په هرات کې پیل شي.

تاپي پروژه د ګازو نللیکه ده او د ترکمنستان ګاز  د افغانستان له لارې پاکستان او هند رسوي.

Back to top button