۸صبح، کابل: په بغلان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د ساسانیانو د دورې اړوند ۷۵ سکې او د یوې لرغونې کوزې د موندلو خبر ورکړی.
باختر اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کېږي د شنبې په ورځ (کب ٢٠مه) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د چارواکو له قوله خبر ورکړ چې دغه لرغوني اثار د دغه ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د يو سړک د جوړولو په بهير کې موندل شوي.
په راپور کې راغلي چې دا سکې او کوزه د ساسانیانو له دورې سره تړاو لري او ۱۸۰۰ کاله پخواني دي.
طالبانو د دغو کشف شویو اثارو د ذخیره کولو د ځای په اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال طالبانو په هېواد کې د لرغونو اثارو د ساتنې او نندارې لپاره د کمپلکس جوړولو اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان څو ځلې د لرغونو اثارو سره په دښمنۍ او هغوی ته په نه پاملرنه تورن شوي دي.