له هغې ورځې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، دوي ناسمې څرګندونې او بې بنسټه ادعاوې کوي. د امنیت په اړه د طالبانو ادعاوې، له فساد سره مبارزه، د خلکو حقونو ته درناوی، د مخالفینو بخښنه او نور ډېر څه په افغانستان کې له واقعیتونو سره هېڅ تړاو نه لري. په تېر یو نیم کال کې طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان یو پر مختللی انځور نړۍ ته وړاندې کړي، خو د ټولنېزو رسنیو او معلوماتو ته د خلکو د نسبي لاسرسي له امله د طالبانو دغه هڅې د دغې ډلې د لا زیاتې بدنامۍ لامل شوې دي. هغه څه چې طالبان په افغانستان کې انځوروي، مثال یې د خوښې له ځایونو څخه دعکسونو اخیستلو ته ورته دي؛ په بل عبارت، طالبان هغه څه انځوروي چې دوی یې خوښوي او هغه څه پټوي چې دوی یې نه خوښوي. په وروستي مورد کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي چې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د فاتحې په مراسمو کې یې وینا کوله، یو شمېر بې اساسه او بې بنسټه ادعاوې وکړې. دلته د امیرخان متقي درواغجنو ادعاوو ته کتنه کوو او د افغاني ټولنې له واقعیتونو سره یې پرتله کوو.
۱- په افغانستان کې هیڅوک شراب نه څښلی شي او نه پلورلی شي!
امیرخان متقی د خپلو خبرو په ترڅ کې د پوښتنې په ډول مطرح کړه چې: «آیا څوک په افغانستان کې د شرابو د څښلو یا خرڅولو جرات کولی شي؟» د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۶مه د طالبانو استخباراتو یوه ویډیو خپره کړه چې په کې د طالبانو د رژیم د پاسپورت د څانګې د پخواني مشر علم ګل حقاني ورور په داسې حال کې نیول کېږي چې شراب څښي، نشه کوي او رشوت اخلي. ویډیو اخیستونکی ادعا کوي چې د دغه کس نوم عبدالله دی او د عالم ګل حقاني ورور دی او د هر پاسپورت په سر ۸۰۰ امریکايي ډالر اخلي. په دغه ویډیو کې د عالم ګل حقاني له ورور سره یو شمېر مېرمنې او ښاغلې هم شتون لري او هغوی په «عیش عشرت او څښلو» کې ډوب دي. په ټولنيزو شبکو کې د دغه ویډیو له خپرېدو وروسته د طالبانو د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر دفتر غبرګون وښود او ويې ويل چې تورن کس به په عام محضر کې مجازات شي. څو ورځې وروسته تورن ته نه یوازې سزا نه وه ورکړل شوې، بلکې له هېواده په ازاده توګه وتلی و او په پاکستان کې لیدل شوی.
له ښي اړخه لومړی کس په پاکستان کې د عالم ګل حقاني ورور دی.
(سرچینه: ټولنیزې شبکې)
دا پېښه په ډاګه ښيي، چې د متقي ادعا سمه نه ده او طالبان او د دې ډلې مهم کسان په فساد کې ډوب دي. د طالبانو په لیکو کې هغه ډول فساد روان دی، چې د شرابو څښلو او د عیش او نوش محفلونه نه ورته رسېږي. د طالبانو په مشرتابه او لیکو کې د فساد د نښو او خبرونو د پیدا کولو لپاره د دې ډلې انتقادي رسنیو د لټولو اړتیا نشته؛ د ملا هبت الله فرمانونه د هغوی د ثابتولو لپاره یوه مستنده سرچینه ده. ملا هبت الله په خپلو حکمونو کې څو څو ځلې له طالبانو غوښتي چې دویم او درېیم ودونه مه کوی، کم عمره هلکانو ته په قرارګاه او پوځي رکزونو کې د پاتي کېدو اجازه مه ورکوئ او په محفلونو او غونډو کې د اصراف څخه ډډه وکړي. د خلکو شکنجه، د بندیانو وژل، په سړکونو کې له خلکو سره ناوړه چلند، د منځنیو پېړیو مجازات او د خلکو د ځمکو، کورونو او جایدادونو غصبول په دې یو نیم کال کې دومره زیات شوي چې اوس خلک طالبان په دې سلوکو او چلند پیژني. د عبدالله د ویډیو له خپرېدو څو ورځې وړاندې چې د عالمګل حقاني ورور دی، یو ځوان په غور ولایت کې په عام محضر کې د زنا په تور سنګسار شو او له هغه وروسته د ډېرو بي واسطي خلکو او بي وزله هېوادوالو د مستقيم مجازاتو ډېرې پېښې وشوې چې د غلا، عیش او عشرت او بد اخلاقی په تور مجازات شول. عبدالله ته هیچا سزا نه ده ورکړې او د طالب قومندانانو او زورواکو له خوا هر ډول فساد او ظلمونه تر ډیره په امر او مشوره تر سره کیږي او تر اوسه داسې نه دي لیدل شوي چې د طالبانو کوم زورواکي دې د جنسي تیري، اجباري واده، غلا او قتل په جرم مجازات شوی وي.
۲- په افغانستان کې هېڅوک نشي کولای چې شرک وکړي او خرافات ووایې!
د متقی دویمه ادعا د خرافاتو په اړه ده. هغه وايي، چې په افغانستان کې هېڅوک نه شي کولای، چې له خدای سره شريک وګڼي او يا هم د توهين خبرې وکړي. د دې قضيې د برعکس ثابتولو لپاره په تېر يو نيم کال کې د طالب چارواکو ځينو څرګندونو ته اشاره کوو. شیخ حماسي چې د طالبانو له چارواکو حسابيږي څو څو ځله داسې خبرې کړي چې له شرک او خرافاتو کمې نه دي. شیخ حماسي په خپله یوه وینا کې پرته له دې چې د دې خبرې لپاره کومه مستند سرچینه وړاندې کړي، وايي چې د لوګر ولایت نوم په قرآن کریم کې راغلی دی. هغه په یوه بله وینا کې دا هم وویل چې خدای جل جلاله حقاني ته چې (د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکی) له آسمان څخه ذبحه شوي پسونه رالیږلي دي ترڅو دوی له لوږې مړه نشي. همدا راز په یوه غږیز کلیپ کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته منسوب دی، وايي چې پر کانټیننټل هوټل برید پخپله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم رهبرې کولو. پخپله د ملا هبت الله څخه نقل شوی دی چې د هغه تعلیمات د شریعت سره یو شان دي او پرته له کوم دلیل څخه باید تطبیق شي. د طالبانو مشرانو او زورواکو دين او کلتور سياسي وسيله ګرځولې ده او له شرک څخه يې ډېر بدرنګه کارونه کړي او د خلکو له عقایدو سره لوبې کوي.
توهم پرستۍ او خرافات چې د جهالت او بې وزلۍ محصول دی، د طالبانو په راتګ او د دې ډلې له خوا د ازادۍ او تعلیم په وړاندې په خپله پالیسي سره د پخوا په پرتله خورا زیاتې شوې دي چې هره ورځ زموږ ډېر هیوادوال په جهالت، خرافاتو او ناپوهۍ کې ډوبیږي.
۳- «د طالبانو په واکمنۍ کې زنا نشته»
د متقی دریمه ادعا د «زنا» په اړه ده. هغه وايي چې اوس په افغانستان کې نه زنا شته او نه بهرنیان شته. د طالبانو د رژیم په یو نیم کال کې داسې راپورونه شته چې طالبانو پر ښځو جنسي تیری کړی دی. په تازه مورد کې څو ورځې وړاندې یوې ښځې ویډیو کلیپ خپور کړ او ادعا یې وکړه چې طالبانو د کابل په مکروریانو سیمه کې پر هغې جنسي تیری کړی دی. تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له خوا د ښځو د ځورولو خبرونه خپاره شوي وو. د بېلګې په توګه، د روان کال د اکتوبر په ۱۰مه طالبانو تایید کړه چې د دوی ځواکونو د پنجشیر ولایت په پیریان ولسوالۍ کې پر یوې ښځې جنسي تېری کړی دی. تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ادعا کړې وه، چې طالبانو په سمنګانو کې پر دوو ښځو جنسي تېری کړی او وروسته یې له قربانی شوو ښځو سرونه پرې کړي دي. له ښځو سره د طالبانو چلند او اجباري ودونه هغه څه دی چې له زنا سخت بلل کېږي، او په هېواد کې فساد او ظلم خپروي. طالبان په رسمي تیبیونونو او د امارتي فرمانونو سره د ښځو موقف د نارینه وو د هوسونو د پوره کولو تر وسیلې راټیټوي او دوی ته پرته له دی چې د سړي سره د ویده کیدو او زیږون څخه پرته بلې دندې ورکولو ته قایل ندې. په حقیقت کې هغه افغانستان چې د طالبانو له خوا په نظر کې نیول شوی د یو لوی حرم سرای په څیر دی، چیرې چې د طالبانو نارینه هر یو له یوې ډلې میرمنو سره واده کوي او جنسي ناوړه ګټه پورته کوي.
د فساد او د بهرنیانو د شتون ترمنځ پیوند ورکول هم د طالبانو یو تبلیغاتي تاکتیک دی. طالبان هڅه کوي چې د فساد داسې تعریف وړاندې کړي چې مدني ازادي له اخلاقي فساد سره وتړي او دا یوه وارداتي پدیده وښیې چې د بهرنیانو د شتون محصول یې و بولي؛ په داسې حال کې چې اخلاقي، مالي او جنسي فساد تل په وروسته پاتي او عصري ټولنو کې یو شان شتون لري او په مستبدو او وروسته پاتې ټولنو کې خورا پراخ شتون لري. ازادي، ښوونه او روزنه او ټولنیزه هوساینه د فساد ضد درمل دي او تجربې ثابته کړې ده چې هر څومره چې خلک قانوني ازادي ولري او څومره چې مالي خپلواکي او کاري فرصتونه ولري، هغومره د فساد د قربانی کیدو او په فساد کې د اخته کیدو احتمال کم وي. نن سبا هم بهرنیان تر نورو عنوانونو لاندې په افغانستان کې حضور لري. د منځني ختیځ، افریقا، پاکستان، کشمیر، منځنۍ اسیا، چین، قفقاز او آن د اروپا څخه هم د بهرنیو ترهګرو ډلې او لښکرې په ټول افغانستان کې پراتې دي او د سیمې له اوسیدونکو سره پرته له کوم قانوني محدودیته چلند کوي.
۴- سراسري امنیت
د طالبانو بله ادعا د متقي او نورو جګپوړو چارواکو د سر تا سري امنیت تامینول دي. په همغه غونډه کې چې متقي پکې وینا کوله د ناامنیو د قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ول. طالبان آن د وزارتونو امنیت نه شي تامینولی. ځانمرګی بریدګر چې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي یې په نښه کړل له څو امنیتي کمربندونو تېر شوی و. په وروستیو میاشتو کې د داعش د خراسان ولایت بریدونه زیات شوي او دغې ډلې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او پر یوه هوټل چې چینایان پکې اوسېدل د بریدونو مسوولیت منلی دی. طالبان پخپله د داعش او طالبانو د مخالفو ځواکونو په پرتله د خلکو امنیت او سوله ییز ژوند له منځه وړي. په زرګونو بې ګناه خلک د جغرافیایي تړاو یا قومي تړاو له امله زنداني او شکنجه شوي دي. دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې یو پخوانی غړی په کابل کې په خپل کور کې ووژل شوه. په تېر یو نیم کال کې د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د نارینه او ښځو د پرې شویو سرونو او شکنجو شویو جسدونو موندل یوه تکراري صحنه باندې بدله شوی ده. طالبانو د خلکو په ځپلو او ډارولو څخه په استفادې سره په هیواد کې چوپتیا خپره کړي او دا امنیت بولي؛ بلخوا غلا، چور او تالان، قتل او شکنجه په پراخه کچه روانه ده او د بې وزلۍ، بېکارۍ او ټولنیزو ستونزو له امله د جنايي جرمونو کچه ورځ تر بلې لوړېږي. په دې وروستیو کې له غزني ښاره داسې راپورونه ورکړل شوي چې وسله والو غلاوو د ښاریانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د دې میاشتې په پیل کې د طالبانو یوې ډلې د یو سوداګر د تښتولو پر مهال ووژل شول او وه ونیول شول. د همدغو حقايقو په يادولو سره موږ په سلهاوو مقالې ليکلای شو او رسنۍ د طالبانو له ظلم او فساد له خبرونو څخه ډکې دي.