طالبان، په پروان کې د WFP مرستې د جوماتونو جوړولو لپاره کاروي

۸صبح، پروان: په پروان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې، یو شمېر وسله وال طالبان، بشري مرستې، د جوماتونو په جوړولو لګوي.

يوې باوري سرچينې د ځايي اوسېدونکو له قوله، د شنبې په ورځ (کب ۲۸) ، له ٨صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وويل، د غوربند درې د شېخ‌علي ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو ډلې ته نږدي کس (خان‌محمد) د خوړو نړیوال سازمان هغه مرستې چې ۸۰ اړمنو کورنیو ته ځانګړې شوې وې، راټولې کړي او غواړي د هغې ولسوالۍ جومات پرې حوړ کړي.

دغې سرچينې زياته کړه: « خان محمد د طالبانو له خوا د (زیرخوال) د کلي د مالک په توګه ټاکل شوى او له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې، د ١٧ کورنيو اړوند مرستو توکي زېرمه کړي او په راتلونکې مياشت کې به يې هم زېرمه کړي. خلک بې‌وزله دي او ملک یې په زور له خلکو اخلي.»

نوموړي د دغو مرستو د ټول لګښت په اړه څه ونه ويل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم د طالبانو له خوا د مرستندویه موسسو د مرستو د چور او چاپول راپورونه ورکړل شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تر نامه لاندې، هره اونۍ افغانستان ته ۴۰ میلیونه ډالر واردیږي.

که څه هم مرستندویه بنسټونه وايي، چې دا پیسې طالبانو ته نه دي ورکړل شوي، خو پوهان په دې باور دي، چې ډېری مهال طالبان له دې مرستو څخه ګټه پورته کوي.

ورته لیکنې

Back to top button