طالبانو ۲۲ تنه په جوزجان او ۶ تنه په کاپيسا کې په دُرو ووهل

۸صبح، جوزجان: جوزجان او کاپيسا ولایتونو کې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغو دوو ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۲۸ تنه په دُرو وهلي دي.

طالبانو یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په لوبغالي کې د درېیو ښځو په ګډون ۲۲ تنه په متروکو وهلي دي.

په همدې حال کې د ځایي سرچینو په وینا طالبانو د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په شیرواني بازار کې د دوو ښځو په ګډون ۶ تنو ته په صحرایي محکمه کې سزا ورکړې ده.

طالبانو دغه کسان د غلا، له کوره د تېښتې، له واده بهر اړیکو او د نشه‌یي توکو د پلور په تورونو له ۳۰ تر ۵۰ دُرې وهلي دي.

طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د مشر په امر صحرایي محاکمې له نړیوالو غبرګونونو سره سره دوام لري. دغې ډلې تراوسه لسګونه تنه په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو په مخکې په دُرو وهلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button