۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په پروان کې یې څلور نارینه په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې یکشنبه د کب پر ۲۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان پر «قطاعالطریقي» تورن و او هر یو یې په شپږ کاله زندان هم محکوم شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، دا څلور کسان ۳۹ دُرې وهل شوي دی.
د یادونې ده چې طالبانو تېره اوونۍ په میدانوردګ کې هم لس کسان د «زنا او بداخلاقۍ» په تور په دُرو وهلي و.
که څه هم په کور دننه او بهر په وار وار له طالبانو غوښتل شوي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او له صحرايي محکمو لاس واخلي؛ خو بیا هم دې غوښتنو ته پام نه کېږي.