۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وروستی راپور «بېځایه» بللی دی.
مجاهد سهشنبه د چنګاښ پر ۱۹مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې «بېځایه» دي.
نوموړي ویلي: «کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کیږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.»
مجاهد زیاته کړې، د یوناما راپورجوړونکي هڅه کوي چې په خبره یې، افغانستان د غربي لیدلوري له اړخه وارزوي.
مجاهد لیکلي: «افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير وارزول شي او د دې هیواد د ملت چې مطلق اکثریت یې مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې، غوښتنې په پام کې ونیول شي.»
هغه ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ټولو افغانانو «شرعي حقوق» تامین دي او له نارینه او ښځو سره «شرعي چلن» کېږي.
یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت فعالیتونو پر ښځو له توپیري او نامتناسب اغیز سره د افغانانو د ژوند په بېلابېلو برخو کې له بشري حقونو او بنسټیزو ازاديو څخه پر برخمن کېدو منفي اغیزې کړې دي.
په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱مې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت چارې ارزول شوې او د یاد وزارت فعالیتونه او د محتسبانو د چلن څرنګوالی پکې راغلی دی.
یوناما ویلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د خپلو لارښوونو د پلي کولو پر مهال له زور څخه کار اخلي.





