۸صبح، لغمان: د لغمان سیمهییزې سرچينې وايي چې د طالبانو استخباراتو د دغې ډلې له مخالفو جبهو سره د همکارۍ په تور درې مخکېني سرتېري نيولي او بنديان کړي دي.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا مخکېني سرتېري د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د دغه ولایت له دولتشاه او الیشنګ ولسوالیو څخه نیول شوي دي.
د سرچينو په وینا، په نيول شويو کسانو کې د دولتشاه ولسوالۍ د سيمهييزو پوليسو مخکېنی قوماندان محمداقبال، د سيمهييزو پوليسو مخکېنی سرتېرى ماخان او د پوځ مخکېنی غړى حکمتالله شامل دي.
د معلوماتو پر بنسټ، دا پخواني سرتېري د طالبانو له مخالفو جبهو سره د همکارۍ او د وسلو لرلو په تور نيول شوي دي.
ورته مهال، د نیول شویو کسانو د کورنۍ غړو بیا دا تورونه رد کړي دي.
د لغمان ځايي طالب مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د طالبانو مشر له خوا د عمومي عفوې له اعلان سربېره، دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د مخکېني نظام سلګونه سرتېري نیولي، شکنجه کړي او په ځینو مواردو کې یې ان وژلي دي.
دغې ډلې څو ورځې مخکې د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې یو مخکېنی سرتېری نیولی و.





