۸صبح، کابل: د پاکستاني پوليسو له لوري د سلګونه افغان کډوالو له نيول کېدو وروسته، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دغو نيونو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند د پنچشنبې پر ورځ، د لړم پر ۱۹، په يو لړ ټويټونو کې ليکلي دي، چې له څه مودې راهیسي د پاکستان پوليس په دغه هېواد په ځانګړې توګه، سند ايالت کې له افغان کډوالو سره مناسب چلند نه کوي.
بلخي د خواشينۍ په څرګندولو سره ويلي، چې تر دې دمخه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې بې پايلې وې.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند له پاکستانه غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د پوليسو د ناسم چلند مخه ونيسي او د يوه ګاونډي او مسلمان هېواد په توګه د کډوالو د کوربتوب په چاره کې خپل مسووليت ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوليسو په وروستيو اونيو کې شاواخوا زر تنه افغان کډوال چې ويل کيږي، ۴۰سلنه يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، نيولي دي.