۸صبح، بلخ: په بلخ کې ځایي سرچینې وایی چې طالبانو د تېر حکومت د ولایتي شورا غړی او د اسلامي جمعیت یو لوړپوړی غړی نیولی دی.
یوې باوري ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د بلخ د ولایتي شورا دغه پخوانی غړی احمد بشیر عزیزالله نومېږي او د سلواغی په ۲۲مه د شنبې ماښام مهال طالبانو په دغه ولایت کې له خپل کوره نیولی دی.
د سرچينې په وينا، طالبانو عزيزالله نامعلوم ځاى ته لېږدولی دی.
د احمد بشير عزيز الله خپلوانو هم د هغه نيول کېدل تاييد کړل او وې ويل چې د هغه د برخليک په اړه معلومات نه لري.
خو په بلخ ولايت کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ د ولايتي شورا د دغه پخواني غړي د نيول کېدو په اړه بې خبري ښودلې ده.
احمد بشیر عزیز الله د اسلامي جمعیت غړی او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته له نږدې کسانو څخه دی.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې وسله والو کسانو په بلخ ولایت کې د اسلامي جمعیت غړی سید جان محمد هم نیولی و.