د غالیو اوبدل د افغانستان د شمالي ولایتونو لرغونی صنعت ګڼل کېږي، چې ددغې جغرافیایي حوزې د اوسېدونکو له فرهنګ، ټولنې او اقتصاد سره مستقیمه اړیکه لري. د هېواد د شمالي حوزې د زیارکښو ښځو هنر راوړونکو ګوتو، د غالیو صنعت ته پراختیا ورکړې ده. دغه لرغونی صنعت نیمه پېړۍ وړاندې په هېواد کې د کورنیو جګړو له پیل او ګاونډیو هېوادونو ته د زرګونه کورنیو کډوال کېدلو وروسته، پاکستان ته ولېږدول شو. د افغانستان د بې کوره شویو د څرګندونو له مخې، د پاکستان ښارونو ته د کډوالو له ورتللو مخکې، ددغه هېواد خلکو او سوداګرو د غالیو له صنعت سره ډېر لږ بلد وو. خو اوسمهال دغه صنعت د پاکستان لپاره د یوه عاید لرونکې او نامتو سرچینې په توګه شمېرل کېږي. دا مهال زرګونه بې کوره شوي افغانان له ډېرې مجبورۍ د پاکستان د غالیو اوبدلو په کارخونو کې په کار بوخت دي او په دې هېواد کې د اوبدلو صنعت ته وده ورکوي. دغه بې کوره شوي بیا د خپلو شپو ورځو هڅو په بدل کې، ډیر لږ مزد ترلاسه کوي او په خپل لاس تولید شوي توکي د پاکستان د توکو په نوم نورو هېوادونو ته صادروي.
فاطمه د منځني عمر لرونکې ښځه چې له خپلو دوو لوڼو او نګور سره په یوه کارخونه کې د غالیو اوبدلو په کار بوخته ده. نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «زوی یې د ملي اردو سرتېری و، او د جمهوري نظام له سقوط وروسته اړ شو چې د خپلو اولادونو د ژغورنې لپاره افغانستان پرېږدي. نوموړې چې د ښي لاس ګوته یې د غالۍ تارونو ورژوبله کړې، وايي: «هره ورځ موږ ټول د سهار له څلورو بیا د ماښام تر پنځو بجو پورې غالۍ اوبدو او له ډېرو ستونزو سره سره په تر لاسه شوي مزد د کور لګښت پوره کوو.»
مېرمن فاطمه په خپلې ژوبلې شوې ګوتې د مهریې په لور چې د غالۍ اوبدلو په کار بوخته ده، اشاره کوي او وايي: «کوچنۍ لور مې مهریه په افغانستان کې په شپږم ټولګي کې وه، اوس نه یوازې له زده کړو بې برخې پاتې ده، د غالۍ اوبدل هم ډیر سخت کار دی، غاړه یې درد کوي او هره شپه یې ورته په مرهم غوړوم.»
محمد زمان یو بل ځوان دی چې یوه موده یې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کاوه، خو اوس مهال پاکستان ته کډوال شوی دی. نوموړی چې د غالۍ اوبدلو په یوه بله کارخونه کې په کار بوخت دی، ددغه کار د څرنګوالي په اړه وايي: «دغالۍ خام مواد موږ له دریېم کس نه اخلو دا چې څو لاسه کېږي، زموږ د هڅو او ستونزو پر وړاندې، د اوبدلو او ګنډلو مزد ډېر لږ دی.»
محمد زمان په منځ کې ناست دی او مېرمن، لور او د نوې ځوانۍ په عمر زوی یې ترڅنګ ناست او د غالیو اوبدلو په کار بوخت دي. په اسلام آباد کې د افغانستان دغه بې کوره شوي وايي، چې دغه هېواد ته د زیات شمېر کډوالو د ورتګ او په پاکستان کې د کار نشتون له امله، زیات شمېر کورنیو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې چې له همدې امله پاکستاني سوداګرو د غالیو اوبدلو د کارګرو مزد کم کړی دی. هغه وايي: «د بېلګې په توګه د یوې لس متر مربع غالۍ د اوبدلو لګښت چې پخوا اتیا زره کلدارې و، اوسمهال د سوداګرو له لوري ۴۸ زره نه تر ۵۰ زرو کلدارو پورې ټاکل شوی دی.» د هغه په خبره، د خوراکي موادو د بیو لوړوالي ته په پام، د کور کرایه، د برېښنا لګښت او د ژوند نورې اړتیاوې چې د غالۍ اوبدلو له درکه کوم مزد چې ترلاسه کوي، نشي کولای د خپلو کور لګښت پرې برابر کړي، خو اړ دی همدې کار ته دوام ورکړي؛ ځکه د افغانانو لپاره د کار زمینه په ډېرو ستونزو سره برابرېږي.
زینب د پاخه عمر لرونکې ښځه ده چې په یوه بله کارخونه کې د غالیو اوبدلو په کار بوخته ده. زوی یې د افغانستان د ملي پوځ سرتېری و، خو د جګړو په لړ کې وژل شوی دی. زینب وايي: «د طالبانو ظلمونه مو چې لیدلي، له وېرې پاکستان ته راغلي یو. د غالیو اوبدلو په کار بوخت یو. له سهاره تر ماښامه په دې کار کې لګیا یو. مونږ ته نه ملا راپاتې، نه غاړه او نه ستونی.» د غالیو اوبدلو دغه مېرمن له درملو ډکه کڅوره راته ښيي او وايي: «د ستوني او غاړې د درد درمل پکې دي؛ تر دې چې د سترګو لید مو هم کم شوی دی.
محمد رضا چې د «اټک» په ښار کې د غالۍ اوبدلو د یوه لوی شرکت د څانګې مدیریت په غاړه لري، مني چې د افغانستان د غالۍ اوبدلو ډېری کډوال په پاکستان کې له ګڼ شمېر ستونزو او کړاوونو سره لاس و ګرېوان دي. د هغه په خبره، هره میاشت د لاس ګنډلو غالیو د نږدې سلو تختو خام مواد په بېلابېلو کچو د افغانستان کډوالو ته ویشي. محمد رضا ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «د غالیو اوبدلو بیه د هغو د ستونزو پر وړاندې ډېره لږ ده. په داسې حال کې چې د یوې لس متره غالۍ نرخ باید د ۶۰ تر ۷۰ زرو کلدارو وای، خو شرکت ۴۰ تر ۴۵ زره کلدارې ورکوي.»
نوموړی د غالیو اوبدونکو د مزد کمېدل په پاکستان کې د افغان کارګرو زیاتوالی بولي. د پاکستاني پانګهوالو دغه استازی وايي چې زیات شمېر کارګرې کورنۍ د پاکستاني سوداګرو سره ګرو دي؛ ځکه د هغه په خبره، لګښتونه یې له ترلاسه شویو عوایدو زیات دي او اړ دي چې کار وکړي ترڅو خپل پورونه ورکړي. تر اوسه په پاکستان کې د غالیو اوبدونکو کډوالو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو ددغو کارګرو شمېر زرګونه تنو ته رسېږي.
نعمت د غالیو پلورلو د یوبل شرکت استازی دی. هغه وايي چې هره میاشت یوازې د پاکستان د اټک له ښاره نږدې درې زره متر مربع غالۍ د غالیو پلورونکو شرکتونو پنځو استازولیو ته سپارل کېږي. د هغه په خبره دغه غالۍ د افغانستان د کډوالو له لوري اوبدل او له مینځل کېدو او بسته بندیو وروسته د پاکستاني توکو تر نامه لاندې بهر ته صادرېږي. نعمت مني چې په پاکستان کې د افغان کډوالو له لوري د غالیو اوبدلو سربېره؛ په زرګونه متره مربع نورې غالۍ د مینځلو لپاره د افغانستان له خاورې دغه هېواد ته لېږدول کېږي او له پروسس وروسته بهر ته صادرېږي. د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم مني چې د هېواد په لاس اوبدل شویو غالیو څه باندې اتیا سلنه یې د مینځلو او معیاري بسته بندۍ امکاناتو د نشتون له امله، پاکستان ته قاچاق او وروسته د پاکستان په نوم بهر ته صادرېږي.
د افغانستان د شمال د غالیو اوبدلو ټولنې پخوانی مشر عبدالستار بیګ زاده، له دې مخکې ویلي چې د افغانستان ۸۵ سلنه غالۍ د هېواد په شمالي ولایتونو کې اوبدل کیږي خو خام مواد یې د پاکستان او ازبکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو واردېږي. ښاغلي بیګ زاده ویلي ترڅو چې د غالیو خام مواد په هېواد کې تولید نشي او د مینځلو او بسته بندۍ لویې دستګاوې د ننه په افغانستان کې جوړې نشي، د هېوادوالو په لاس اوبدل شوې غالۍ به د پاکستاني صادراتو په نوم د نړۍ په بازارونو کې پلورل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال څه باندې څلورنیم میلیونه هېوادوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کوي چې زیات شمېر یې له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. سیاسي او اقتصادي بې ثباتي له یوې خوا او هغه خطر چې د هغوی ژوند ګواښي له بله پلوه، افغانستان ته د هغوی د بیا راتګ په وړاندې خنډونه بلل کېږي.