۸صبح، کابل: سیمهیېزې سرچینې وايي چې په کابل ښار کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ اووه ځوانان شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې نیول شوي دي.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۳۰مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دا کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول او د کابل څلویښتم ریاست ته وړل شوي دي.
د سرچینو په خبره، تر اوسه د دغو ځوانانو د برخلیک په اړه معلومات نه شته او یوازې د هغوۍ له پلرونو سره اړیکه نیول شوې او ورته ویل شوي چې زامن یې د کابل ښار په څلویښتم ریاست کې ساتل کېږي.
سرچینې زیاتوي چې له نیول شویو یو یې عبدالعلیم د کابل پوهنتون محصل و.
یو بل نیول شوی ځوان سیفالرحمن نومېږی، چی په کابل کې یې د انارو د اوبو پلورلو لاسي کراچۍ لرله.
د نیول شویو کسانو کورنۍ د هغوی د وضعیت او برخلیک د روښانه کېدو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د وسلهوالو نښتو، تښتونو، نېونو او خپلسرو نېونو په اړه خبرداری ورکړی دی.





