۸صبح، کابل: د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې تر بل امر پورې د نجونو د زدهکړو په تړاو «پوښتنه کول» منع دی.
ندیم چې یکشنبه د وږي پر ۴مه د رسنیو په مرکز کې د طالبانو د حساب ورکونې په ناسته کې خبرې کولې، ویلي چې د دغې ډلې هېڅ امر د شریعت خلاف نه دی او تر بل امر پورې د نجونو د زدهکړو په تړاو «پوښتنه کول» هم منع دي.
د نوموړي طالب چارواکي په خبره، د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو پرانېستل داسې مسئله نه ده چې په څو اوونیو او یا میاشتو کې حل شي.
ندیم ویلي چې د نجونو زدهکړو د موضوع پر سر د هېواد دیني عالمان څېړنه کوي.
د هغه په باور، د ديني عالمانو د مثبت نظر په صورت کې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې به د نجونو پر مخ پرانېستل شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په دې ناسته کې څرګنده کړه: «موږ [طالبان] هغه څه کوو چې له شریعت سره سم دی. که څوک د حنفي فقې سره سم د نجونو زدهکړو په تړاو موږ ته اسناد وړاندې کړي، ډاډه یم چې دا مسئله به حلېږي.»
ندیم ویلي که دیني عالمان له څېړنې وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو اجازه ورنه کړي، له زدهکړو د نجونو محرومیت به دوام ولري.
د ویلو ده چې پر افغانستان د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړلې.





