• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ له کندهار ګاونډیو هېوادونو ته کډوالي ډېره شوې

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۲۳ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728917748]
UNAMA /Fraidoon Poya

UNAMA /Fraidoon Poya

وروسته له دې چې طالبانو په افغانستان کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د کډوالۍ څپه پراخه شوې ده. په کندهار کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د ښځو او نجونو پر مخ یې د طالبانو له خوا د ښوونیزو مرکزونو دروازې تړل شوي وايي، هڅه کوي څو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي او هلته د خپلو ښځینه غړو لپاره د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

۲۳ کلنه حیلمه (مستعار نوم) چې د کندهار اوسیدونکې ده، وايي چې دې او خویندو یې په تېرو درېیو کلونو کې انلاین زده‌کړې کړي، خو په وینا یې، دا زده‌کړې هېڅکله د حضوري زده‌کړو ځای نه شي نیولای. هغې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د خپلې کورنۍ غړو پرېکړه کړې څو د دې او دوو نورو خویندو لپاره یې د ښه تعلیم په موخه یو بهرني هېواد ته کډه وکړي او هلته خپلې پاتې زده‌کړې بشپړې کړي.

حلیمه وايي، له کوم وخت راهیسې چې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې، دا په نهم ټولګي کې وه او اوس هم په همدې ټولګي کې پاتې ده. هغې وویل: «زه په نهم ټولګي کې ومه چې ښوونځي ته د تګ اجازه رانه کړل شوه، له هغه وخت راهیسې درې کاله تېرېږي. اوس به زه په ۱۲ ټولګي کې ومه، موږ په دې درېیو کلونو کې انلاین زده‌کړې وکړې، خو چندان نتیجه یې نه ده ورکړې. زما مشر ورور پرېکړه وکړه چې موږ بهر هېواد ته لاړ شو ترڅو موږ درې خویندې هلته خپلې پاتې زده کړې بشپړې کړو.»

په ورته وخت کې په کندهار کې نورې کورنۍ چې چې نجونې او ښځې له زده‌کړو منع شوي، ورته ادعاوې لري او وايي چې نه غواړي د خپلو ښځینه غړو راتلونکی یې په تیارو کې تېر شي. د کندهار اوسېدونکي محمود (مستعار نوم) ، وایي چې د هغه د کورنۍ دوه ښځینه غړې د ښوونې له مرکزونو محرومې پاتې شوې دي. هغه زیاتوي چې د دې کورنۍ پرېکړه کړې ترڅو د خپلې ښځینه غړو لپاره په قانوني ډول پاکستان ته لاړ شي، ترڅو د دوی د کور نجونو او ښځو ته تعلیم زمینه برابره شي.

عبدالواحد وايي: «په دریېو کلونو کې چې لاهم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونیز مرکزونه تړل شوي، ټولې هغه کورنۍ چې غواړي خپلې خویندې او لورګانې تعلیم وکړي، هڅول شوي ترڅو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي. که یو څوک په قانوني ډول بهر ته لاړ شي، د افغانستان په څېر ورته امکانات برابرېږي، خو که څوک دلته پاتې شي، ستونزه به دا وي چې لور او خور به یې بې تعلیمه پاتې شي. زموږ کورنۍ پرېکړه کړې چې نیمایي د کورنۍ غړې پاکستان ته لاړې شي او هلته تعلیم وکړي.»

په کندهار کې یو شمېر مدني فعالان ادعا کوي چې په وروستیو کې پاکستان ته د هغو کورنیو د کډوالۍ شمېر زیات شوی چې غواړي د کور ښځینه غړې یې تعلیم وکړي. په کندهار ولایت کې مدني فعال احمدالله (مستعار نوم) په دې هکله وایي: «ډیرې کورنۍ غواړي چې د خپلو لورګانو او خویندو د ښه زده‌کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي. هېڅوک نه غواړي په داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې هلته خور او لور ته د زده‌کړو حق نه ورکول کېږي. »

دی وړاندې وايي: «اوسنیو حاکمانو دا درې کاله وشول چې ټول افغانان یط ناامیده کړي دي او داسې احساس کوي چې نجونو ته به بیا د ښوونیزو مرکزونو دروازې خلاصې نه شي. هره افغانه چې په کور کې یې داسې ښځینه غړې لري چې عمر یې د زده کړو لپاره مناسب دی، هڅه کوي څو له افغانستانه کډوال شي او د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.»

په تېرو درېیو کلونو کې له پراخو کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره، طالبان د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پرانېستلو په تړاو له پرېکنډه ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې شوې. د دغې ډلې تر کنټرول لاندې پوهنې وزارت د ۱۴۰۰ کال د سنبلې پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې له هلکانو او ښوونکو وغوښتل چې ښوونځيو ته لاړ شي؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونو په اړه یې څه ونه ویل.

په خبرپاڼه کې راغلي و: «د نارینه‌وو ټولو لومړنیو ښوونځيو، لیسو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې د زده‌کړو بهیر د [۱۴۰۰] کال د سنبلې پر ۲۷مې پېل کړي. ټول ذکور استادان او زده‌کوونکې دې خپلو ښوونځيو ته حاضر شي.»

دغه راز، طالبانو د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر ۱۱مه له څلورم تر شپږم ټولګيو پورې له زده‌کوونکو نجونو وغوښتل چې د تګ راتګ پرمهال خپل مخونه پټ کړي او هغه نجونې چې قدونه یې لوړ دي، که هغه ان له شپږم ټولګي ښکته وي، ښوونځيو ته له تګه دې ډډه وکړي.

ورته مهال، طالبانو د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو په دوام، ډېرې زده‌کوونکې نجونې او ښوونکې اړ ایستلې وې چې ملاتړ ترې وکړي. هغه مهال په کندهار کې د پوهنې ریاست طالب رییس ښځينه ښوونکې ګواښلې او اړ کړې وې چې په رسمي ډول له دغې ډلې خپل ملاتړ اعلان کړي.

څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو له خوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو په تړاو یو ۳۰ مخیز راپور خپور کړ. دا راپور «د واکمنو له خوا اخلاقي څارنه او پر بشري حقونو یې اغېزې» تر سرلیک لاندې د یوناما بشري حقونو څانګې چمتو کړی دی. په راپور کې راغلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت، د نارینه‌وو او ښځو له شخصي حریم څخه سرغړونه کړې او یو زر او ۳۳ وارې یې په خپلسرو مجازاتو لاس پورې کړی دی. د یوناما په راپور کې له ښځو سره د ناوړه چلن ۲۰۵ پېښې او له نارینه‌وو سره بیا ۸۲۸ پېښې ثبت شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په ډیپلوماسۍ کې د ښځو نړیواله ورځ؛ رینا امیري: د ښځو له حضور پرته د افغانستان راتلونکی تیاره دی
خبرونه

امیري: طالبان د افغانستان نړیوالو ژمنو ته د درناوي هېڅ اراده نه لري

۱۶ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733461766]
خوړو نړیوال پروګرام: اروپايي ټولنه په افغانستان کې له زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي
خبرونه

نړیوال بنسټونه: راتلونکی زېږدیز کال به شاوخوا نهه میلیونه افغان زده‌کوونکي ښوونځیو ته لاړ شي

۲۲ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731399408]
د نجونو زده‌کړو د محرومیت دوام؛ کندهارۍ نجونې: مدرسه هېڅکله د ښوونځی ځای نه شي نیولای
خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ: د افغان نجونو زده‌کړې نړۍ ته ارزښت نه لري

۲۸ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726648358]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.