۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د سیاسي چارو له شننونکو سره د همغږۍ ناسته شوې ده.
دا ناسته د دغه وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي او هغو شننونکو په ګډون جوړه شوې چې د طالبانو له خوا په رسنیو کې د خبرو اجازه لري.
نوموړي وزارت سهشنبه د زمري پر ۶مه په خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکي چې مهاجر فراهي له خبریالانو او سیاسي شننونکو غوښتي چې د طالبانو د تېرو پنځو کالو د لاسته راوړنو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د سیاسي چارو له شننونکو غوښتي چې«د پاکستان پوځي رژیم حقیقي څهره» هېوادوالو او نړیوالو ته وښيي.
دا ناسته داسې مهال جوړه شوې چې طالبان د خپلې واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې هڅه کوي د رسنیو او تبلیغاتي پروګرامونو له لارې د خپل حکومت کړنې او لاسته راوړنې برجسته کړي.
د یادونې ده چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې دي.





