طالبانو په تېرو ۱۸میاشتو کې تل پخواني پوځیان، ښځې او پرلت کوونکې نجونې او منتقد شنونکي نیولي، وهلي، ټکولي دي. یادې ډلې د خپل فشار راوړنکي سیاست پر دوام، په دې وروستیو کې د نیولو تازه پړاو پیل کړی دی. طالبانو په تېره یوه میاشت کې، څه باندې ۵۰ تنه چې شامل پر سیاسي څېرو، د پوهنتون ښوونکي، شنونکي، ښځې او معترضې نجونې، پخواني پوځیان او غیر پوځیان کېږي، نیولي او وهلي، ټکولي دي او یا یې له نامالوم برخلیک سره مخ کړي دي. دغو نیولو د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنې راپارولې دي. دغه سازمان ویلي دي چې طالبانو د بشر د حقونو د نقض او د غیر پوځیانو د ځورونې «تازه پړاو» پیل کړی دی. تر دې وړاندې یوناما هم د طالبانو له لوري د مدني فعالینو او خبریالانو د نیول کېدو له زیاتوالي خبر ورکړی و.
طالبانو د تېر یوه کال او اتو میاشتو په موده کې، په ټوله ییز ډول فشار راوړونکی سیاست پلی کړی دی. ښځې یې د ټوله ییز ژوند له ټولو برخو لیرې کړې دي او خبریالان او رسنیزه ټولنه یې له سانسور او ګواښ سره مخ کړې ده. د رژیم منتقدان یې نیولي، وهلي او ځورولي دي. دغه راز یې د حذف او د قومي تکثر او تنوع نفي، ژبني او جنسیتي سیاست ته دوام ورکړی دی. یادې ډلې په وروستیو کې د نیولو او د غیر پوځیانو د وهلو، ټکولو تازه پړاو پیل کړی دی، سره له دې چې پخوا یې هم تل د ښاروندانو ځورونې سیاست پر مخ ووړ،خو د ژمي د واورو په اوبو کېدو سره د دغې ډلې د نیولو او وهلو، ټکولو بهیر هم چټک شوی چې د بشر د حقونو د بنسټونو او هېوادوالو د اندېښنې لامل شوي دي.
د بشر حقونو د بنسټونو غبرګون
د ملګرو ملتونو د بخښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې طالبانو د غیر قانوني له نیولو او د غیر پوځیانو د ځورونې په برخه کې د بشر د حقونو د نقض تازه سیاست پیل کړی دی. یاد سازمان دوشنبه د کب په لومړۍ د نیول کېدو په وخت کې د غیر پوځیانو له وهلو، ټکولو خبر ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بخښنې نړۍوال سازمان په باور، په وروستیو اوونیو کې د طالبانو خپلسري نیولو بله څپه هم پیل شوې دی.
تر دې وړاندې (یوناما) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیال د پلاوي دفتر یکشنبه د سلواغې په ۲۳مه نېټه، ویلي دي چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې د هېواد په کچه د مدني فعالینو او خبریالانو په خپل سر نیول کېدل زیات کړي دي. دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: «افغانان حق لري د ازار او ځورونې له وېرې پرته خپل نظرونه څرګند کړي.»
ورته مهال د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د طالبانو عمر د بشر د حقونو د نه منلو او د نړۍوال بشردوستانه حقونو په منلو پورې تړلی دی. د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چارسمبال، نعیم نظري، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د طالبانو تاریخي عمر د بشر د حقونو له نه منلو او د نړۍوال د بشر دوستانه حقونو له منلو سره تړلی دی. سره له دې چې د یادې ډلې مشرتابه واک ته د رسېدو په لومړیو ورځو کې، ویلي و چې عمومي بخښنه یې اعلان کړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې هېڅ ډول نیول او انتقام ډوله کړنلاره به ترسره نه شي، خو په عمل کې چې څه روښانه دي، دا دي چې خپلسرې او غیرقانوني نیول، او د انتقام اخیستل له هماغې ورځې پیل او تر نن پورې دوام لري او ورځ تر بلې دا چاره دوام مومي.»
د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چارسمبال وايي: «د نیول شویو او وهل ټکول شویو تر منځ نه یوازې اعتراض کوونکي، داسې کسان هم پکې شته چې د دغې ډلې شخصي غوښتنو ته یې تن نه دی ورکړی. زکریا اصولي، نرګس سادات، موسا حسیني، اسماعیل رحماني، استاد مشعل او الاهه دلاورزی، د دغې ډلې له نیول شويو دي چې لا تر اوسه هم په زندان کې دي.»
ښاغلی نظري وايي چې د طالبانو له لوري د بشر د حقونو او د بشر دوستانه حقونو نقض کچه ډېره لوړه ده او له پخواني پوځیانو نیولې، مدني فعالینو، معترضو ښځو، رسنیزو فعالینو، د پوهنتون ښوونکيو، د پخواني دولت د عدلي او قضايي برخې کارکوونکو، عادي خلک ټول پکې شاملېږي او دردې ډلې مشر د طالبانو له لوري د جرمونو او غیر قانوني کړنو نه د مخنیوي پر ځای، امر ورکوي چې طالبان نه باید پخپل سر د دغې ډلې انځورونه او فلمونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي. نوموړی ټینګار کوي چې هر هغه څه چې د بشر د حقونو له نقض او د نیول کېدو په برخه کې د بشر حقونو بنسټونو او رسنیو ته مالومات په لاس ورځي، د پېښو یوه برخه ده، او د فاجعې واقعي حجم له دې هم زیات دی.
د پخوانيو پوځیانو نیول
طالبانو له لومړۍ ورځې چې واک ته بیا ځلې رسیدلي، پخواني امنیتي سرتېري یې نیولي او وهلي، ټکولي او وژلي دي. د دغې ډلې د واک په لومړیو شپږو میاشتو کې، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۸صبح ورځپاڼې په مرسته پتېلې وه چې لږ تر لږه ۵۰۰۰ پخواني امنیتي سرتېري وژل شوي، نیول شوي او یا هم لا درکه شوي دي. له هغې وروسته هم په وار وار د دغو ځواکونو له وژل کېدو او نیول کېدو راپورونه ورکړل شول او د بشر حقونو سازمانونو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په تازه مورد کې طالبانو پخوانی پوځي زکریا د پنجشیر درې ولسوالۍ نه له خپل کور نه نیول او نامالوم ځای ته یې وړی دی. د دې سربېره، یادې ډلې پنجشنبه د سلواغې په ۲۷مه نېټه د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی محمد رحیم د کابل د کارته سخي له سیمې نیولی دی. ۸صبح ورځپاڼې ته با خبره سرچینو ویلي دي چې نوموړی د پخواني ملي امنیت کارکوونکی و. محمد رحیم ته نېږدې سرچینې وايي چې تر اوسه د هغه له برخلیک نه احوال نه لري. تر دې وړاندې په بغلان کې د ملي اردو د لوا قوماندان فرید اقا سیدخیلي او د دغې لوا د کنډک پخوانی قوماندان پروېز سیدخیلي هم طالبانو د کابل له ښاره نیولي وو. سرچینې ۸صبح ته وايي چې طالبانو د دغو پخوانیو پوځیانو پر موټر ډزې کړې او بیا یې هغوی له ځانه سره وړي دي. د دغو سرچینو په خبره، پروېز سیدخیلي ټپي شوی او اوسمهال لاس تړلی د طالبانو تر جدي څارنې لاندې د کابل په ایمرجینسي روغتون کې بستر دی.
د سیاسي څېرو نیول کېدل (د پخواني پارلمان او پخوانۍ ولایتي شورا غړي)
طالبانو شنبه ورځ د سلواغې په ۲۲مه نېټه، د بلخ د پخواني ولایتي شورا غړی احمد بشیر عزیزالله په مزار ښار کې له خپل کور نه نیولی دی او نا څرګند ځای ته یې وړی دی. باخبره سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي چې نوموړی د اسلامي جمعیت ګوند له غړیو او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته نېږدې کس و. په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ بیا د نوموړي له نیول کېدو بې خبري ښيي.
طالبانو تېره اوونۍ د پنجشنبې ورځ، د سلواغې په ۲۷مه نېټه، د پخواني ملي شورا غړی قیس خان وکیلي په کابل کې نیولی دی. ۸صبح ورځپاڼې ته سرچینو ویلي دي طالبانو لومړی د ښاغلي وکیلي یو ساتونکی ونیوه او ویې واهه او وروسته یې له ځان سره بوتلو. ښاغلی وکیلي د افغانستان د پخواني جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرتابه د اسلامي وحدت د ګوند د مشرتابه غړی دی.
د لیکوالانو او د پوهنتون د ښوونکو نیول کېدل
طالبانو د دغې میاشتې په موده کې د پوهنتون د ښوونکو نیول کېدو ته هم مټې رانغاړلې دي. دغې ډلې په کابل کې لیکوال او د پوهنتون ښوونکی زکریا اصولي نیولی دی. د زکریا اصولي یو خپلوان ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «ښاغلی اصولي د سلواغې په ۱۱مه سهار اته بجې، د کابل ښار له یوولسمې حوزې نه لا درکه شوی و، تر اوسه پورې چې تاسو سره خبرې کوم، مور یې یو ځلې د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې لیدلي و. هره ورځ دولتي اورګانونو په تېره استخباراتو ته ورځو، له عمومي ریاست نه مو امر واخیسته او ویې ویل تر هغه پورې چې څېړنې بشپړېږي، تاسو د لیدلو حق نه لرئ.»
د ښاغلي اصولي د خپلوانو په وینا، نوموړی د یوه پنځه میاشتيني ماشوم پلار دی چې اوسمهال یې مور د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او وروڼه یې د کور او کورنۍ وضعیت ته پام کوي. هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې ښاغلی اصولي هېڅ ګوند او ډلې پورې تړاو نه لري. د ښاغلي اصولي خپلوان له هغه نه د «په لاس قلم فقیر» په توګه یادونه کوي او ټینګار کوي چې اصولي، «کلونه کلونه د حق او عدالت لپاره مبارزه وکړه او په لاس قلم فقیر و. له هېچا سره اړیکه نه لري. اړیکه یې یوازې له قلم سره ده، کتاب سره ده، او فکر سره یې ده. د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره یې خپلې هلې ځلې کولې.»
اسماعیل مشعل د خصوصي پوهنتونونو یو ښوونکی دی چې په یوې ټلوېزیوني خپرونه کې یې د طالبانو د کړنو په غبرګون کې خپل ښوونیز سندونه څېرلي دي. نوموړي وروسته له هغې لاس ګاډی جوړ کړ او خپل کتابونه یې هلته د مطالعې مینه والو ته کېښودل. طالبانو بیا هغه ونیوه او تر اوسه پورې یې له برخلیک خبر نه شته.
د دغو دوو ښوونکو سربېره، طالبانو په ننګرهار کې یو طنز لیکوونکی نیولی دی. سرچینو چهارشنبه د سلواغې په ۲۶مه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه طنز لیکوونکی حاجي دیدن خو په حاجي کاکا مشهور و. د سرچنیو په وینا نوموړي په ټولنیزو شبکو کې طنز لیکه او طالبانو نوموړی له کوم جرم پرته نیولی دی. طالبانو د هغه د خولې اقرار اخیستی او خپور کړی دی. په هغه کې حاجي کاکا منلې چې د طالبانو پر وړاندې یې مطالب خپرول او د نجونو په نامه یې د ټولنیزو شبکو څو حسابونه درلودل او اوس له خپل دغه کار نه پښېمانه دی.
د معترضو ښځو نیول
طالبان پر افغانستان له واکمندېدو سره، د ښځو له تند غبرګون سره مخ شول. واک ته د طالبانو د بیا ځلې راتګ وروسته ښځو او نجونو د دغې ډلې سخت دریځه او ښځو اړوند د سیاستونو پر وړاندې غبرګون وښود. د دغې ډلې په لومړيو ورځو کې، نجونو او ښځو په کابل او نورو ولایتونو کې د نجونو پر مخ د منځنیو او لېسو د دروازو د تړل کېدو له امله په لاریونونو لاس پورې کړ؛خو طالبانو معترضې ښځې په ډله ییز او انفرادي ډول ونیولې، وهل ټکول یې ورکړل او جبري اعترافونو ته یې اړې کړې.
سربېره پر دې، د طالبانو له لوري د نیول شوې معترضې مېرمن نرګس سادات یو خپلوان ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «یوولس ورځې وړاندې، نرګس یې د چک پاینټ په ترڅ کې د پل سرخ له سیمې نیولې ده. ټليفون یې تر څېړنې لاندې نیولی و او یوه ملګرې یې چې ورسره وه، د نوموړې زوی ته چې د ۸ یا ۹ کلونو په عمر دی، ټليفون کړی و او مونږ خبر شوو. ټول لالهانده او اندېښمن یو. روحي اندېښنه راته پیدا شوې، عصبي ستونزې راته پیدا شوې دي. مور یې هم ډېره اندېښمنه ده او په بد وضعیت کې ده.»
د دغې معترضې مېرمنې خپلوان زیاتوي چې د طالبانو د بسنټونو هرې دروازې ته چې تللي دي، د نرګس سادات په دقیق ادرس موندلو نه دي بریالي شوي. د نوموړې یو خپلوان چې د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم نه دی اخیستل شوی وايي: «هېڅ یې په اړه مالومات نه شته چې چېرې ده؟ دریېمې حوزې ته کوم ځای کې چې نوموړې نیول شوې، ورغلي یو، ۹۰ ریاست ته تللي یو، د طالبانو د استخباراتو ۴۰ ریاست ته مو درې ځلې عریضه کړې، خو هغوی په ځواب کې ویلي دي چې دلته نه شته.» د سادات د خپلوانو په وینا، په دې بنسټ کې یې د طالبانو د نورو چارواکو له خولې اورېدلي دي چې څېړنې لا تر اوسه پورې بشپړې شوې نه دي او هر کله چې بشپړې شوې، هغوی ته احوال ورکوي. هغوی ټینګار کوي چې د نرګس سادات ځان ته اندېښمن دي. د دغې مېرمنې د خپلوانو په وینا، د دغې مېرمنې اته کلن ماشومان د مور د لیرې والي له امله «لیونی» شوی او شپه او ورځ ژاړي، خو یوولس ورځې کېږي چې د مور غږ یې نه دی اورېدلی. د نرګس سادات د خپلوانو په خبره، نوموړې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د کار له نه پرېښودلو نه وړاندې، د سره صلیب د ډاکټرانو د تنخواوو د وېش په برخه کې کار کاوه.
د حمیرا یوسف ناڅرګند وضعیت
حمیرا یوسف، د پنجشیر ولایت اصلي اوسېدونکې ده. نوموړې د مدني حقونو فعاله او د ښاروندانو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو معترضه ده. د ښځو د حقونو دغه فعاله، شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له لوري د کابل یوولسمې حوزې سیمو نه نیول شوې ده. د نوموړې په اړه ضد او نقیض اوازې دي. ځیني سرچینې وايي چې نوموړې له افغانستان نه بهر شوې ده. د دغو سرچنیو په خبره، د مېرمن یوسف ورور طالب و او د نوموړي په ضمانت د طالبانو له زندان نه خوشې شوې ده. خو یو شمېر نورې سرچینې بیا وايي چې د نوموړې له وضعیت نه خبر ندي او تراوسه لا څرګنده نه ده چې دغه مېرمن له څه برخلیک سره مخ شوې ده. تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې نوموړې د طالبانو په ۹۰ استخباراتو ریاست کې زنداني ده او ټلیفون یې هم د طالبانو د زندان له ساتونکو سره دی. سرچینې وايي چې مېرمن یوسف تر دې وړاندې کابل کې د «راه حق» په نوم مدرسه جوړه کړې او په دې مدرسه کې یې د ښوونکې په توګه درس ورکاوه.
عارفه
عارفه د شاه اعلم لور، د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ د عبدالله خېلو درې اصلي اوسېدونکې ده. ۸صبح ورځپاڼې تر دې وړاندې پتېلې وه چې مېرمن عارفه سه شنبه د لړم په ۲۴مه نېټه، د پنجشیر «پل زدري» سیمې اړوند د طالبانو له لوري نیول شوې ده. خو له هغې وروسته یې د برخلیک په اړه خبر نه شته. دغه ۴۵ کلنه ښځه درې زامن او دوې لورګانې لري. سرچینې وايي چې د مېرمن عارفې خاوند د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او نوموړی هلته ژوند کوي.
الاهه دلاورزۍ
الاهه دلاورزۍ، په افغانستان کې د طب د څانګې محصله ده. په رسنیو کې یې د خپلو خبرو پر بنسټ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي، نوموړې خپل ځان ته په زور او جبر سره نکاح کړې وه. نوموړې وروسته له هغې چې په خپل ځان کې د وهلو ټکولو نښې رسنیزه کړې، د بشر د حقونو د سازمانونو په ملاتړ پاکستان ته ولېږدول شوه؛ خو خویندو یې ۸صبح ورځپانې ته وویل چې الاهه د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه د حقاني شبکې له لوري برمته شوې او کابل ته بیا ځلې رالېږدول شوې ده. هغوی د خپلې خور له روغتیايي وضعیت نه اندېښنه ښکاره کوي او د لیکونو په وار وار لېږلو سره یې له ملګروملتونو او د بشر حقونو له نورو بنسټونو غوښتي چې نوموړې د طالبانو له منګولو وژغوري.
د سیمه ییزو سندرغاړو نیول
سندره ویل او د موسیقۍ هنر، تل د طالبانو د طعنې او نفرت وړ ګرځېدلی دی. د دغې ډلې له بیا ځلې راتګ وروسته، لسګونو سندرغاړو او سندرو جوړونکو افغانستان پرېښود. یو شمېر سیمه ییزو سندرغاړي او د موسیقۍ د برخې هنرلاري د طالبانو له لوري د نیول او وژل کېدو له وېرې، اړ شوي دي د موسیقۍ وسایل او ابزارونه له منځه یوسي او یو شمېر نور بیا له دغې ډلې نه د وېرې په خاطر، ایران او پاکستان ته تللي دي.
د پنجشیر سیمه ییز سندرغاړي د موسا شاهین ورور، عبدالوهاب عاصم، له ۸صبح ورځپاڼې سره د طالبانو د نیول کېدو له دوام نه اندېښمن دی او د خپل ورور د نیول کېدو له څرنګوالي نه ترخه کیسه لري. ښاغلی عاصلم وايي: «د سلواغې په ۵مه نېټه زمونږ کور، چې د کابل اولسمې حوزې اړوند دی ۱۳ تنو طالب وسلوالو د سهار په ۹ بجو زمونږ کور محاصره کړ. وروسته له اجازې او د مېرمنې پرته، په وحشيانه ډول کور ته ورننوځي. وروسته کور لټوي، تند چلند کوي، ښکنځل او ځورول کوي. وروسته موسا له کوره بهر وړي او په انګړ کې یې وهي او ټکوي. وروسته یې لاسونه تړي او وړي یې.»
ښاغلی عاصم زیاتوي: «څو ورځې له شاهین نه خبر نه وو، له ملګرو سره مو یې اړیکه ونیوله، له بده مرغه کوم خبر مو ترلاسه نه کړ. وروسته مو د پنجشیر له استخباراتو سره اړیکه ونیوله او شاهین د طالبانو له استخباراتو سره و، د څېړنې دوسیه یې نه ده بشپړه شوې، څه موده وروسته خوشې کېږي. راته یې ویلي و چې یو شمېر سپین ږیري دې دلته راشي او د هغه ضمانت دې وکړي، شاهین بیا ځلې خوشې کېږي. یو شمېر سپین ږیرو ته دې خدای خیر ورکړي، راغلل، د استخباراتو رییس مفتي غوري چې د غور و، سپین ږیرو ته یې وویل چې شاهین د فساد په دودولو کې ونډه درلوده، سندرغاړی دی، حکم یې دروند دی، له چارواکو سره « موخه یې له پخوانیو چارواکو نه وه» اړیکه درلوده. بلاخره بې مورده او بې بنسټه تورونه یې ولګول او ویې ویل چې مونږ نه شو کولای هغه خوشې کړو. شاهین څو ورځې په پنجشیر کې پاتې شوی، پینځه ورځې مخکې یې بیا ځلې په کابل کې د طالبانو استخباراتو ۴۰ ریاست ته لېږدول شوی او د برخلیک په اړه یې لا تر اوسه خبر نه یو. ټول اندېښمن یو، په تېره مور مې چې د شکر او لوړ فشار مرض لري، وضعیت یې بد دی، مونږ ټول په بد وضعیت کې یو.»
دغه راز ۸صبح ورځپاڼې ته یوې بلې سرچینې د طالبانو له لوري د ښاروندانو د نیول کېدو د تازه پړاو په اړه وايي: «ډېر خلک په زندان کې دي. هره ورځ په خیرخانه کې طالبان یو کس له کوڅو نه په وهلو وهلو له ځانه سره وړي. تېره ورځ [دوشنبه د کب ۱] د ګارد په ۱۰مه کوڅه کې ګنګوسې شوې چې یو سړی یې له کور نه راکښته کړ، ماشومانو، مېرمن او لور یې چې هر څومره ورته وژړل خو بیا یې هم له حد نه زیات وواهه او مالومه نه شوه چې چېرته یې له ځان سره بوتلو.»
طالبانو دغه راز اسلام الدین، د پنجشیر بازارک اوسېدونکی شپې مهال په بې رحمانه ډول نیولی، وهلی، ټکولی او له ځان سره یې وړی دی. پخوانی پوځي اسلام الدین تازه له ایران نه راغلی و چې طالبانو یې په کور برید وکړ او د لورګانو د چیغو او ژړاوو سربېره یې نوموړی له ځان سره وړی دی.
طالبانو د سلواغې میاشت په موده کې، د کور په کور تلاشۍ په ترڅ کې د پنجشیر ۲۰ اوسېدونکي په کابل کې نیولي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو دغه کسان چهارشنبه د سلواغې په ۱۹مه نېټه، د کابل د دوهمې حوزې اړوند له سیمو نیولې او نامالومو ځایونو ته یې لېږدولي دي. د سلواغې د میاشتې په موده کې طالبانو دغه راز، د دوو پخوانیو پوځیانو په ګډون پنځه تنه په پنجشیر کې نیولي دي. دغه کسان د وسلې په تور د درې ولسوالۍ کرمان سیمه کې نیول شوي او نامالوم ځای ته لېږدول شوي دي. د سرچینو په خبره، عبدالطیف او غازي چې د طالبانو له لوري نیول شوي دي، د دغه ولایت افشارو ولسوالۍ کې د پخواني حکومت د پولیسو سرتیري ول. طالبانو درې ورځې وړاندې د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د پنجشیر ولایت د درې او عنابه ولسوالیو نه هم دو تنه نیولي دي. ۸صبح ته سرچینې وايي چې دغه دوه تنه غیر پوځيان وو او پخوا په کرنیزو چارو بوخت ول.
طالبانو تر دې وړاندې هم په زیاته کچه د هېوادوالو ځورولو ته دوام ورکړی او د افغانستان د خلکو خوندیتوب او انساني کرامت یې په پام کې نه دی نیولی. دغې ډلې د نیولو سربېره، د کور په کور تلاشیو ته هم دوام ورکړی دی. ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د پنجشیر یو اوسېدونکی وايي چې د نیول شویو شمېر ډېر زیات دی. نوموړی د خپلې کورنۍ او څو خپلوانو نومونه اخلي او ټینګار کوي چې «اوسمهال یې ذهن ارام نه دی» ګنې ډېر زیات نوملړ مې درلېږه. په همدې حال کې له ۸صبح ورځپاڼې سره یو شمېر ولسي سرچینو، اوسنۍ وضعیت د ځمکې پر سر له دوزخ سره پرتله کړی دی.