۸صبح، کابل: طالبانو په یوه کال کې د پاسپورت عمومي ریاست لپاره د درېیم ځل لپاره رییس معرفي کړ.
د طالبانو تر مدیریت لاندې باختر خبري اژانس یکشنبه د تلې پر ۲۴ لیکلي، چې مولوي عبدالکریم حسیب د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت د نوي عمومي رییس په توګه د دغه ریاست کارکوونکو ته معرفي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپورت د وېش بهیر له یوې مودې راهیسې درېدلی دی او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پاسپورت په ریاست کې له فساد څخه ګڼ شکایتونه شتون لري.
طالبانو د خپل حکومت په لومړیو کې عالمګل حقاني د پاسپورت د عمومي رییس په توګه وټاکه او له څو میاشتو وروسته یې د هغه څه په تور، چې د ورور اخلاقي فساد یې وبلل شو له دغې دندې ګوښه کړ.
څو میاشتې مخکې د طالبانو غړو د ښځینه او نارینهوو په حضور د یوه ګډ محفل ویډیوګانې خپرې کړې او ادعا یې وکړه، چې د عالمګل حقاني ورور یې له دغه ځایه نیولی دی.
په کب میاشت کې د عالمګل حقاني له ګوښه کولو وروسته دغې ډلې مولوي عبدالحکیم حمدي د پاسپورت د رییس په توګه معرفي کړ. طالبانو د حمدي د ګوښه کولو د لامل په اړه څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده، چې له یوې اوونۍ راهیسې د پاسپورت د وېش بهیر په ټول افغانستان کې درول شوی او لامل یې د دې ادارې په تجهیزاتي او تخنیکي سیستم کې بدلون بلل شوی دی. په دې لړ کې ځینو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې د پاسپورت د وېش بهیر د ملا برادر له خوا د دې ادارې لپاره د نوي رییس له معرفي وروسته د حقاني او ملا برادر د ډلو ترمنځ د شخړو له امله درول شوی دی.
د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې څو ځله د پاسپورت د وېش بهیر درول شوی دی او په دغه ریاست کې د پراخ فساد په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاسپورت اخیستو لپاره غوښتنه زیاته شوې ده او هره ورځ ګڼ شمېر کسان د زیاتو پيسو په ورکولو، چې په ځینو مواردو کې زرو ډالرو ته رسېږي پاسپورت د «کمېشن کارانو» له لارې ترلاسه کوي.