۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ۱۰ کلن ماشوم وژلی دی.
سرچینو ویلي چې طالبانو دا ماشوم جمعه د چنګاښ پر ۲۹مه د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د خس او خاشاکو راټولولو لامله وژلی دی.
سرچینې وايي چې د دغه ماشوم نوم «طحه» و.
د سرچینو په وینا، طحه په ننګرهار کې له وروستیو توپانونو وروسته له ونو د لرګیو او خاشاکو په ټولولو بوخت و چې طالبانو یې مخه ونیوله؛ خو دویم وار یې هم د لرګیو او خاشاکو په ټولولو پېل کړی چې وروسته طالبانو پرې ډزې کړې دي.
سرچینو زیاته کړې چې د دغه ماشوم د پلار نوم عبید او د ننګرهار اصلي اوسېدونکی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دی.
په ننګرهار کې وروستیو توپاني ورښتونو د ځاني او مالي زیان ترڅنګ ګڼ کسان له خپلو مېنو بېځایه کړي دي.





