۸صبح، سمنګان: سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبان په دغه ولایت کې له کسبګرو او د سړک غاړې له پلورونکو باج اخلي.
د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار یو شمېر پلورونکي سه شنبه د مرغومي پر اووهویشتمه نېته ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ښاروالۍ د ښاري چارو د تنظیم په موخه وسپنیزې غرفې جوړې کړې دي.
د ایبک ښار د واټ غاړې پلورونکو په وینا سره له دې، چې د وسپنیزو غرفو د جوړولو لګښت ۱۰ زره افغانۍ دی، خو طالبان هره غرفه په جبري توګه په ۲۵ زره افغانۍ پرې پلوري.
د سمنګان د سړک غاړې پلورونکي وایي، چې که دا پيسې ورنهکړي د طالبانو له خوا وهلټکول او په ښار کې له کار کولو بېبرخې کېږي.
د سمنګان په مرکز کې کسبګر وایي، چې اوسمهال د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د ۲۵ زره افغانیو د ورکولو وس نه لري.
د سمنګان ښاروالۍ که څه هم د وسپنیزو غرفو د لوړې بیې په تړاو څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې دا غرفې د ښاري نظم د ښهوالي په موخه جوړې شوې دي.
د ویلو ده، چې د سمنګان په مرکز کې د طالبانو ښاروالۍ ۲۰۰ وسپنیزې غرفې جوړې کړې، چې په دې توګه ټاکل شوې طالبان د غرفو له اصلي بیې ۳ میلیونه زیاتې افغانۍ ترلاسه کړي.