۸صبح، وردګ: د کابل – کندهار لویې لارې ځینې موټر چلوونکي وایي، چې طالبانو د وردګو له دروازې اخوا د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ څلورلاره کې سلګونه باروړونکي موټر درولي دي.
دغو موټر چلوونکو سه شنبه د زمري پر اتلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه موټر له درېیو ورځو راهیسې درول شوي او طالبان کابل ته دننه کېدو اجازه نه ورکوي.
د موټر چلوونکو په وینا، ډېری دغو موټرو کې تازه مېوې او ترکارۍ بار شوې دي، چې د وخت په تېرېدو خرابېږي.
سرچینې زیاتوي، چې په دې منځ کې د تېلو او ګاز لسګونه لېږدوونکي موټر بند پاتې دي، چې د هغوی ډېره موده بند پاتې کېدل به په کابل کې د بیو پر لوړوالي اغېزه وکړي.
اخوا، یو شمېر مسافرین چې پر دې لار تګ راتګ لري، د ارغندۍ څلورلارې سیمه کې له ګڼې ګوڼې شکایت لري او وایي، چې د باروړونکو موټر درېدو هغوی ته ستونزې جوړې کړې دي.
طالبانو د دغو موټرو د درېدو د لامل په هکله معلومات نه دي وړاندې کړي او همداراز نه یې دي ویلي، چې کله به دغو موټرو ته کابل ښار ته د دننه کېدو اجازه ورکړي.